وسله والو د ايران د زابل عمومي څارنوال وژلی

Image caption دغه بريد له هغه څو اوونۍ وروسته کېږي، چې ۱۴ پوله ساتونکي په دغه ولايت کې ووژل شول

د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت د عالي محکمې مشر تاييد کړې، چې د ايران د زابل عمومي څارنوال د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د دغه ولايت د عالي محکمې مشر ابراهيم حميدي ويلي، دغه پېښه سهار هغه وخت رامنځته شوه، چې د زابل څارنوال په موټر کې د دندې پر لوري روان و.

د ښاغلي حميدي په وينا، د ناپېژاندو وسله والو د بريد پر مهال د موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

د ايران خبري رسنيو راپور ورکړی، چې له وسله والو سره کلاشينکوف و او د ايران په زابل کې يې د امير المومنين د روغتون مخې ته پر څارنوال ډزې کړې دي.

دوی دغه راز ويلي چې د سیستان بلوچستان ولايت د تېرې مياشتې او د زابل د څارنوال د ترور ترمنځ ارتباط نه شته.

څو اوونۍ وړاندې راپور ورکړای شو، چې د سیستان بلوچستان په سویل ختيځ کې د پاکستان له پولو سره نژدې د سراوان په سيمه کې د ايران ۱۴ سرحدي ساتونکي په يوه نښته کې ووژل شول.

د (جيش العدل) په نوم ډلې د ايراني پوله ساتونکو د وژنې پړه پر غاړه واخيسته او ځينې خبري سرچينو د دې انګېزه دا وبلله چې د ايران ځواکونو د سوريې په کورنۍ جګړه کې ونډه اخيستې ده.

د دغه خبر له خپریدو وروسته د ايران قضايي چارواکو اعلان وکړ، چې د دغو سرحدي ځواکونو په غنچ کې يې هغه ۱۶ اعدام کړي، چې په همدغه ولايت کې زنداني وو.

د ايراني پوله ساتونکو وژل کېدل د ايراني چارواکو او ايراني رسنيو له لوري وغندل شول.

ورته مطالب