د سورېې د سولې په اړه کنفرانس ځنډېدلی دی

Image caption د جګړې له ويرې په سوريه کې ميليونه کسان له خپلو کورونو وتلي دي

د کنفرانس د ځنډېدو خبر وروسته له هغه خپور شو، چې د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخضر ابراهيمي پرون کرۍ ورځ د امنيت شورا له غړو او د سوريې د گاونډېانو سره په دې اړه خبرې وکړې.

لکه څنگه چې ايمجن فاکس له جينوا په خپل دې رپوټ کې کاږي، په جينوا کې د ديپلوماتانو خورا يو لوى حضور دى.

د امريکا پر متحد ايالاتونو او روسيې سربيره د بريتانيا، فرانسې، چين او د سوريې د نژدې گاونډيانو اردن، لبنان، عراق او ترکيې استازي هم وو.

د خبرو هدف دا و چې د سولې د خبرو لپاره وروستۍ نيټه وټاکل شي، خو د ېوې اوږدې ورځې په پاى کې د دغې نيټې په پر ټاکلو هوکړه ونه شوه.

ښاغلي ابراهيمي په دې اړه خپله ناهيلې داسې څرگنده کړه: "دا نه زغميدونکې ده. دغه کړکيچ يوازې له سياسي لارې هوارېدلاى شي او پوځي حل لاره نه لري. حکومت او اپوزيسيون دواړه نه شي کولاى چې دا جگړه وگټي."

ښاغلي ابراهيمي وويل داسې ډراماتيک څه نه دي پېښ شوي چې له کبله يې بايد د سوريې په اړه د سولې خبرې اترې ځنډېدلې وای.

په همدې حال کې ده اندېښنه وښووله چې د سوريې دننه حالات خورا کړکېچن دي.

ملگري ملتونه وايي چې ۴۰ سلنه سوري وګړي، چې د ټول نفوس نهه ميليونه کېږي مرستو ته اړتيا لري.

اوس دا دى تر دونيمو کلونو ډېر وخت کېږي چې سوريه کې جگړه روانه ده.

خو دېپلوماتان وايي دوى لاهم هيله من دي چې د روان کال له پای ته رسېدو دمخه د سولې کنفرانس جوړ شي.

خو هغه اختلافونه چې تر اوسه يې د خبرو مخه ډب کړې لا هم پر خپل ځاى پاتې دي.

سوري حکومت نه غواړي چې واک پرېږدي او د حکومت مخالفان آن په دې کې هم پاتې راغلل چې خپل يو مشر جنيوا ته واستوي.

خو د دې پرځاى دوى د جگړې په ډگر کې ډېر بوخت دي.

ورته مطالب