کانګو په ختيځ کې د ياغيانو ماتولو ادعا کړې

Image caption حکومت وايي د ياغيانو پوځي مشر سلطاني مکېنګا رواندا او يا هم يوګندا ته اووښتي دي

د کانګو جمهوريت ادعا کړې چې د هېواد په ختيځ کې يې د (ام ۲۳) ياغيانو ته ماتې ورکړې ده.

د حکومت يوه وياند ويلي د ياغيانو وروستي پاتې کسان له پولې اوښتي، تښتېدلي او يا هم تسليم شوي او تېره شپه د دوی وسلې ويجاړې شوي دي.

ياغيانو تر اوسه په رسمي ډول د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

له هغه راوروسته چې په ۲۰۱۲ کال کې جګړه ونښته، له ۸۰۰ زرو زيات کسان د جګړې له ويرې له خپلو کورونو تښتېدلي.

تېره اونۍ د کانګو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي مارتين کابلر وويل دغه ډله تر اوسه شته، خو په کانګو کې د يوه امنيتي ګواښ په توګه اوس ختمه شوې ده.

د سې شنبې په ورځ د حکومت وياند لمبرت مېنډې بي بي سي ته وويل، د کانګو ځانګړو ځواکونو ياغيانو ته ماتې ورکړې ده.

ده وويل د ملګرو ملتونو ټانکونه او څرخي الوتکې د تېرې دوشنبې راهيسې د کانګو امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلي مېنډې زياته کړه، د ياغيانو پوځي مشر سلطاني مکېنګا د هغو کسانو په ډله کې دی، چې رواندا او يا هم يوګندا ته اووښتي دي.

حکومتي ځواکونو مخکې د کانګو- يوګندا پر پوله د ياغيانو مهمه پوځي اډه، بنګانا نيولې وه.

حکومتي ځواکونو په وروستيو کې زياتې لاسته راوړنې لرلي او ياغيان يې له ټولو هغو ښارونو او ښارګوټو شړلي، چې ياغيانو په ۲۰ مياشتنۍ جګړه کې لاندې کړي وو.

د يوګندا په پلازمېنه کمپالا کې تېره مياشت، له دوه میاشتنيو مذاکراتو وروسته د سولې خبرې له ماتې سره مخامخ شوې.

د تېرې يکشنبې په ورځ د (ام ۲۳) ياغي ډلې مشر بېرتراند بېسيموا د (سياسي بهير د دوام) لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب