رپوټ: امریکايي زندانونو کې ډاکټرانو هم بندیان ربړولي

ګوانتانامو
Image caption دغه راپور د خپلواکو پوځي کارپوهانو او قانون پوهانو د یوې ډلې له خوا د طب انستیتوت او د امریکايي سوداګر جورج سوروس په مالي همکارۍ چمتو شوی دی.

یوه خپلواک امریکايي راپور ویلي، چې د امریکا ګوانتانامو، بګرام او د سي ای اې زندانونو کې د ترهګرۍ په تور نیولو شوي بندیان د هغوی د ډاکټرانو له خوا هم ربړول شوي.

دغه بندیان د امریکايي پوځ تر امر لاندې زندانونو کې ربړول شوي.

رپوټ وايي، یوې طبي ډلې افغانستان کې او ګوانتانامو کې د امریکايي زندانونو د ننه "د بندیانو ناوړه شکنجې او نا انساني چلند کړنو کې" مرسته کړې ده.

دغه راپور د خپلواکو پوځي کارپوهانو او قانون پوهانو د یوې ډلې له خوا د طب انستیتوت او د امریکايي سوداګر جورج سوروس په مالي همکارۍ چمتو شوی دی.

خو د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره "سي ای اې" او دفاع وزارت "پنتاګان" بیا دغه راپور نه مني.

پټ مرکزونه

په راپور کې راغلي، چې د کیوبا ګوانتانامو او افغانستان بګرام امریکايي زندانونو او د سي ای اې پټو توقیف ځایونو کې دغه سرغړونې په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته رامنځ ته شوې.

د دغه راپور یوه چمتو کوونکي لیونارډ روبنشټاین بي بي سي ته ویلي، دغه راپور "ګوانتانامو او نورو طبي ټولنو کې د بندیانو له ناقانونه شکنجې او ناوړه معاملې پرده پورته کړې ده".

هغه زیاتوي چې "موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې دفاع وزارت او سي ای اې له اخلاقي معیارونو پښې اړولې او د طبي متخصصینو په مټ يې د بندیانو شکنجې ته مخه کړې ده، او لاهم دغه سرغړونې دوام لري".

"په زور خواړه ورکول"

په دې څېړنه او راپور کې راغلي، که څه هم بندیان په اوبو کې په ډوبولو ګواښ شوي، طبي ډلې د ګوانتانامو هغو بندیانو ته په زور خواړه ورکړي، چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی و.

Image caption رپوټ وايي ډاکټرانو او نرسانو ''په ډېر مهارت بندیان ځورولي''.

د هابکنز لومبرګ روبنشټاین بشري حقونو مرکز او روغتیايي مرکز ستر کارپوه، د بندیانو د شکنجې یوه بېلګه دا هم ده، چې "ډاکټرانو بندیان په زور لاس تړلي پر څوکۍ کښېنولي او په زور يې خواړه ورکړي دي، چې دا کار له هر ډول اخلاقي معیارونو ټيټ ګڼل کېږي".

په څېړنه کې د امریکا له استخباراتو او مشرانو جرګې په زندانونو کې د دغو شکنجو د پراخو تحقیقاتو غوښتنه کړې.

سي ای اې او پنتاګان د دغې څېړنې پایلې رد کړې دي.

د سي ای اې د عامه چارو مشر دين بویډ ویلي، په څېړنه کې "ډېرې خطرناکې تېروتنې او ناسمې پایلې ځای پرځای شوې".

نوموړی زیاتوي "مهمه دا ده چې سي ای اې هېڅ بندیان نه لري، او ولسمشر (اوباما) د پټو زندانونو ختمولو امر لا له وړاندې د ۲۰۰۹ کال د فرمان په مټ کړی و".

هغه په ګوانتانامو کې ډاکټران او نرسان د بندیانو په ځورونه کې "ډېر ماهرین" توصیف کړي دي.

ورته مطالب