تاجکستان کې د ټاکنو پايله څرگنده ښکاري

تاجکستان
Image caption هر لور ته د ولسمشر رحمان عکسونه دي

د نومبر په شپږمه نېټه په تاجکستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کيږي.

دا د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته څلورم ځل دى چې تاجکستان کې ټاکني کيږي.

ولسمشرۍ لپاره تېرې درې ټاکنې د ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ د تاجکستان د خلکو ديموکراتيک گوند گټلې وې او اټکل دا دى چې د د چارشنبې د ورځې ( د نومبر شپږمه) ټاکنې به هم امام علي رحمان وگټي.

د تاجکستان په روانو ټاکنو کې د واکمن گوند په گډون ټول شپږ گوندونه سيالي کوي.

دمنځنۍ اسيا د دغه هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل يوه حقوق پوهه اې نهال چې په بابا نظر وا شهرت لري ټاکنو ته دريدلې وه خو ورته د سيالۍ اجازه ورنه کړل شوه.

له اغلې نهال څخه د هغو دوه گوندونو له ډلې چې په لومړي سر کې يې ملاتړ اعلان کړى وه يو يې ورنه په شا شو او په بل يې هم خپل نظر بدل کړ.

د تاجکستان د دغو ټاکنو په کمپاين کې د سيالو کانديدانو تر منځ ځانگړې سيالي او توپير نه تر ستر گو کيږي زياترو کانديدانو د ولسمشر اما علي رحمان د تگلارو ملاتړ کاوه.

د ټاکنو د څارنې دنده ٧٠٠ څارونکو ته سپارله شوې.

په دوى کې د اروپا د امنيت او همکاري د سازمان ، د اروپا د پارلمان د همگټو هېوادونو او د شانگهاى د هيوادونو او بهرني ديپلوماتان شامل دي.

له ١٩٩٢ کال نه چې کومې ټاکنې په تاجکستان کې شوي دي د بهرنيو څارونکو له خوا د رڼو او منصفانه ټاکنو په توگه نه دي کره شوي.

په تاجکستان کې د ننه او په نړيواله کچه نظر دا دى چې د نومبر د شپږمې نېټې ټاکنې به هم امام علي رحمان گټي چې په پايله کې به يې د اوو نورو کلونو لپاره د تاجکستان ولسمشر شي.

د تاجکستان د چارشنبې د ورځې په ټاکنو کې د هغه هېواد د اتو ميليونو وگړو له ډلې څه د پاسه څلور ميليونه يې د رايو په بهېر کې برخه اخلي.

د رايو د ورکړې لپاره چې د تاجکستان په مهال د سهار له شپږ بجو نه د شپې تر اتو بجو پورې به دوام کوي د رايو څه د پا سه څلور زره مر کزونه شته.

د تاجکستان د ټاکنو د قانون تر مخه ټول هغه تاجک وگړي چې ١٨ کاله عمر ولري د رايو د ورکولو حق لري.

ورته مطالب