يوه پلټنه وايي ښايي ياسر عرفات مسموم شوى وي

Image caption سها عرفات غوښتي اوس بايد هغه سړى ومومي چې د عرفات د وژنې اصلى مسوول دى

هغه شواهد چې د سویس د ساینسپوهانو له خوا موندل شوي، یو ځل بیا د فلسطین د پخواني مشر د کونډې له خوا دا تورونه تازه کړي چې وايي ښاغلي عرفات د یوه ټکان ورکوونکي جنایت قرباني شوي دى.

دا خبره به د ښاغلي عرفات د مړیني په تړاو نوي اټکلونه را منځ ته کړي.

د فلسطين پخوانى ولسمشر ياسر عرفات له اوس څخه نهه کاله مخکې په يوه مرموز يا ناڅرگند حالت کې د پاريس په يوه روغتون کې ومړ.

په ۲۰۰۴ کال کې تر مړېنې يوه مياشت دمخه هغه رام الله کې په خپل استوگنځي کې ناروغه شو.

دسويس د لوزيانا د راډيو اکتيفي فزيک انستيتيوت دغه ١٠٨ مخيز رپوټ پايلو ته په غبرگون کې د ښاغلي عرفات کونډې سها عرفات پرته له دې چې څوک تورن کړي وويل يو ټکان ورکونکى جنايت ترسره شوى دى.

سها عرفات له هغې فلسطيني کمېټې چې په دې اړه پلټنه کوي وغوښتل چې اوس بايد هغه سړى ومومي چې د عرفات د وژنې اصلى مسوول دى.

دسويس د دغه انستيتيوت رپوټ وايي په نااټکلېدونکې توگه د ياسر عرفات مړى په لوړه کچه راډيو اکتيفي پلونيوم لري.

دا کېدى شي د هغه نظر پخلى وکړي چې ګواکې فلسطينی مشر مسموم شوى وي.

دفلسطين د آزادي بښونکي غورځنگ چې عرفات ورپورې تړلى و يوه غړي واصل ابو يوسف د نورو پلټنو غوښتنه وکړه.

"زه فکر کوم دا يوه داسې مساله ده چې د څېړنې لپاره يې د ېوې نړېوالې کمېټې جوړلو ته اړتيا ده. دغه کميټه بايد دا ومومي چې د شهيد ياسرعرفات پرضد چا دغه جنايت ترسره کړى ځکه يوازې نيواکگر اسراييل د هغه وژلو ته ليواله و."

فلسطيني چارواکي وايي په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه د خپل پلان جزييات په ډاگه کړي .

خو د حماس د غورځنگ يو وياند سميع ابو زهري په دې برخه کې يو گام وړاندې لاړ او مخامخ يې د ياسرعرفات د مرگ پړه پر اسراييلو واچوله:

"موږ د هغه گواښ په رڼا کې چې د دښمن مشرتابه د عرفات د له منځه وړلو لپاره کړى و د هغه د وژنې مسووليت پر نيواکگر اسراييل اچوو. د همدغو دردمنو پايلو په رڼا کې د فلسطين پر مشرتابه غږ کوو چې په بيړني ډول له نيواکگر اسراييل سره خبرې اترې ودروي او هغه کسان ونيسي چې مخامخ په دې جدي جنايت کې يې لاس درلود."

خو اسراييل له اوږدې مودې راهيسې د ياسر عرفات په مرگ کې هرډول ښکيلتيا رد کړې ده.

د اسراييلود بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل وروستۍ موندنې د ساينس پرځاى يوه ډرامه ده.

هغه وويل دغه ساينسي پلټنه له دې کبله بي پرې نه ده چې د ليوالو اړخونو له لوري همغاړې شوې وه.

ورته مطالب