امام علي رحمان بيا د تاجکستان ولسمشر شو

Image caption ټاکنو کمېسیون وايي په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۸۶ سلنه وه

د تاجکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون ويلي، چې د واکمن خلق دموکراتيک ګوند نوماند او اوسنی ولسمشر امام علي رحمان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بريالی شوی دی.

د ټاکنو کمېسيون مشر شير محمد شاهايان نن (پنجشنبه، نومبر ۷مه) په يوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې ښاغلي رحمان د ټولو رايو ۸۳،۶ سلنه ګټلې دي.

د ده په وينا، د هغو کسانو له ډلې چې رايې يې کارولي ۲۳۰زره کسانو خپلې رايې امام علي رحمان ته ورکړې دي.

ښاغلي شاهيان دغه راز ويلي، د تاجکستان کمونست ګوند نوماند اسماعيل طلبک اف يوازې پنځه سلنه رايې ګټلي او پاتې کانديدانو له پنځه سلنې کمې رايې وړې دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر وويل د څلور ميليونه او ۲۰۰زره کسانو له ډلې چې کارتونه يې اخيستي و، له درې ميليونه ۶۴۰زرو زياتو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

دی وايي په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۸۶ سلنه وه.

د تاجکستان د ټاکنو مرکزي کمېسيون په وينا، له ۵۰۰ زياتو بهرنيو او له ۵۰۰۰ ډېرو کورنيو څارونکو له دغو ټاکنو څارنه کوله.

تر اوسه بهرنيو څارونکو د ټاکنو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي، خو د ټاکنو مرکزي کمېسيون وايي چې په ټاکنو کې د درغليو جدي نښې نه دي ليدل شوي.

خو په تاجکستان کې ډېری کورني او بهرني خبريالان چې د رايې ورکولو په مرکزونو کې يې حضور درلود، د انتخاباتي سرغړونو په اړه راپورونه ورکړي دي.

دوی وايي په پلازمېنه دوشنبه او قرغانتيپه کې ځينو کسانو څو ځلې رايې کارولې دي.

بل خوا ډيری څارونکو ويلي، دې ته په کتو چې د ښاغلي رحمان پر وړاندې قوي نوماند نه و، نو ځکه د ټاکنو پايله له وړاندې مالومه وه.

ورته مطالب