پاکستان پر اتومي وسلو د سعودي پانګونه رد کړې

Image caption پاکستان بیا بيا ويلي، چې اتومي وسلې یې خوندي دي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هغه معلومات رد کړي، چې سعودي عربستان د پاکستان پر اتومي وسلو پانګونه کړې ده.

د بي بي سي د 'نيوز نايټ' په پروګرام کې د بېلابېلو سرچنيو په حواله ويل شوي، هر وخت چې سعودي وغواړي له پاکستان نه دغه وسلې ترلاسه کولای شي.

د پنحشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز چوهدري بي بي سي اردو څانګې ته په يوه استولي پيغام کې دا خبره رد کړې او هغه يې بې بنسټه بللې ده.

ښاغلي چوهدري زياته کړې چې پاکستان د اتومي وسلو يو مسوول هېواد دی او د قومندې، کنټرول او صادرولو چارې په بشپړ ډول خوندي دي.

ده دا هم ويلي چې د پاکستان اتومي پروګرام پر نړيواله کچه جوړ شوی او د اتومي وسلو د څارنې سازمان له معيارونو سره برابر دی.

لويديځو هېوادونو بيا بیا د پاکستان د اتومي پروګرام د نه خونديتوب په اړه څرګندونې کړي، خو د پاکستان دريځ تل دا دی، چې اتومي وسلې يې له هر لحاظه خوندي دي.

د (نيوز نايټ) پروګرام کې د ناټو د يوه جګپوړي چارواکي په حواله ويل شوي، چې افسرانو يې داسې پټ راپورونه ليدلي، چې په پاکستان کې جوړې شوې اتومي وسلې سعودي ته د استول کېدو لپاره چمتو دي.

په دغه پروګرام کې د اسرايلي پوځ د استخباراتي ادارې د مشر اموس یالدن په سويډن کې د يوه خبري کنفرانس په حواله ويل شوي، که ايران اتومي وسلې ترلاسه کوي، نو سعودي به يوه مياشت هم انتظار ونه کړي.

دوی د بمونو لپاره لا له وړاندې پيسې ورکړې دي. دوی پاکستان ته ځي او هر څه چې وغواړي راوړلی يې شي.

ورته مطالب