اوباما پر ایران د بندیزونو د نرمښت امکان ښوولی

بارک اوباما
Image caption اوباما زیاتوي: ''له هېڅ مخکني پوځي او یا د خبرو له غوراویو به پر شا نه شو، تر هغو چې ایران له اتومي پروګرام نه وي راګرځېدلی''.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي، شاید نړیواله ټولنه په لومړي پړاو کې ژنیوا کې د ایران او پنځو جمع یو هېوادونو ترمنځ د مثبتو خبرو پایله کې پر تهران لګول شوي بندیزونه نرم کړي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي که ایران د خپل اتومي پروګرام پرمختګ بند کړي او ځینې برخې یې بېرته را وګرځوي، نو کیدای شي چې امریکا پر دغه هېواد اقتصادي فشار کم کړي.

خو له امریکايي چینل ان بي سي سره په مرکه کې ښاغلي اوباما چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر خبرې به پر ایران د لوېدیځو هېوادونو د لګول شويو بندیزونو په اړه نه وي:

''زموږ دنده داده چې باید پر ایران اعتماد ونه کړو زموږ دنده داده چې باید داسې میکانیزم رامنځ ته کړو چې په دې پوه شو ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه څه کوي او څه نه کوي.

موږ کېدای شي یو څه نرمي وکړو، خو اصلي بندیزونه به په خپل ځای پاتې وي. نو که په شپږو میاشتو کې چې موږ د لویو ستونزو د هواري هڅه کوو دوی له شوې معاملې خلاف کار وکړي او دوی ونه غواړي چې شوې معامله پرمخ پوځي او موږ ته دا ډاډ رانه کړي، چې دوی خپل اتومي پروګرام ته پراختیا نه ورکوي، نو موږ به بيا فشارونو ته دوام ورکړو''.

اوباما زیاتوي: ''له هېڅ مخکني پوځي او یا د خبرو له غوراویو به پر شا نه شو، تر هغو چې ایران له اتومي پروګرام نه وي راګرځېدلی''.

كيري ژنیوا کې

پر همد‎ې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ ژنیوا ته د اروپايي اتحاديې د استازې کاترین اشتون په بلنه د خلافاتو د کچې راټیټولو پّ موخه ژنیوا ته تللی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم هیله مندي ښوولې چې د ژنیوا خبرو پرمهال به لومړنیو موافقو ته ورسیږي.

وړاندې ځينو ایراني سرچینو ویلي وو، چې لوېديځ مرکچیان پر دې سلا شوي، چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر له تهران سره مخامخ خبرې وکړي.

دا په تېر اګست کې د ولسمشر په توګه د حسن روحاني تر ټاکل کېدا وروسته، د اتومي لانجمن پروګرام پر سر د تهران او لوېديځ دویم ځل مخامخ خبرې رسمي دي.

امریکايي وکیلانو په کانګریس کې دا خبره رد کړه چې ګني امریکا له ایران سره د اتومي خبرو په نوي پړاو کې ځان نژدې کول غواړي.

خو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران اتومي پروګرام یوه تاریخي تېروتنه بللې ده، چې د اسراییلو- واشنګټن د موافقو د ریښتینولۍ په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوې دي.

ورته مطالب