پاکستان کې پر غیرطبعي لارو د ماشومانو زېږول

Image caption وکیل نور عالم وایي د ساينس کار حلال او حرام نه بلکه د عصري ستونزو لپاره عصري حل لټول دي.

پاکستان کې د عصري لارو له لارې د ماشومانو زېږلو او جنسیت بدلول په دغه هېواد کې توده بحثونه راپارولي‌ دي. په پاکستان کې د نویو قانونو څارونکې ادارې اسلامي ایدیالوژۍ یا نظریاتي کونسل د ماشومانو د زېږلو عصري یا غیر طبعي طرېقې حرام ګرځولي دي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني وايي کلونینګ یا کاپي کول او جنسیت بدلول حرام دي، خو د نوموړي په وينا په ځینو حالاتو کې د ټېوب له لارې د ماشوم زېږن ته اجازه شته.

مولانا محمد شېراني وايي که په یوه تن کې د نارینه او ښځینه دواړو خاصیتونه وی نو بیا د اسلامي تعلیماتو سره سم عملیات کېدی شی.

د کلونینګ او د ټیوب له لارې د ماشوم د زېږن د عصرې طرېقو په اړه ډاکټر صفي الله وايي چې په کې رحم ته نطفه یا سپرم د يوه ټيوب په وسيله رسول کېږي.

په مرکزي ښار پېښور کې یوه مذهبي عالم مولانا یوسف قریشی بي بي سي ته وویل چې د کلونینګ او ټېوب له لارې د ماشومانو زېږول غېر فطری طریقي دي او اسلام دغو طریقو ته اجازه نه ورکوي. نوموړی دغه طرېقي حرامې او غیر اسلامي ګڼي. ښاغلی قریشي زیاتوي که نړۍ کې ځيني نوي پرمختګونه کېږی او ښکاره ګټه هم په کې وي خو چې د اسلام ضد وي نو د هغې څوک ملاتړ نه شي کولی.

پاکستان کې نظریاتي کونسل د جنسې تېرو په دوسېو کې ډي اين ای د اساسي ثبوت په توګه د منلو خبره هم رد وي. خو پېښور کې قانوني وکيل نور عالم وایي چې په پاکستان کې د پلټنو په سمه توګه نه ترسرکېدو یو علت د عصري طریقو نه منل دي.

نوموړی زیاتوي چې په ډېرو پېښو کې ورانکارو ته د رسېدو لپاره اسانه او یوازینۍ لاره ډي اين ای وي. وکيل نور عالم وايي د ډي اين ای د اهمیت اندازه له دې نه لګولی شو چې امرېکا اسامه بن لادن ته د رسېدو لپاره د ډي اين ای حاصلولو لپاره جعلي کمپاين چلولو.

نور عالم وايي د پاکستان نظرياتي کونسل ېوازې په اسلامي قانون کې حکومت ته مشوره ورکول دی، هغه قانون جوړونکې اداره نه ده.

نوموړی وایي د ساينس کار حلال او حرام نه بلکه د عصري ستونزو لپاره عصري حل لټول دي.

ورته مطالب