اېډورډ سنوډن روسۍ وېبپاڼې سره دنده ومونده

Image caption ورځپاڼې د اېډورډ سنوډن دغه انځور په ۱۹۴۳ پوڼدو رانيولى دى.

د اېدورډ سنوډن مدافع وکيل اناتولي کوچرينا وايي نوموړي د روسیې په يوه لويه وېبپاڼه کې دنده ومونده.

خو هغه دا ونه ويل چې ښاغلى سنوډن له کومې ويبپاڼې سره کار کوي. اېډورډ سنوډن چې پر ټيليفوني مکالمو او انټرنېټي فعالیتونو د امریکايي استخباراتو د څار پټ پروګرام په ډاګه کړ اوس مهال په روسیه کې دی.

د امریکا د څارگرې ادارې دغه پخوانى قرار دادي به اوس یوې لويې شخصي وېبپاڼې ته په روسیه کې چې نوموړي ته يې له امریکا نه له تېښتې وروسته پنا ورکړه، کار کوي.

ښاغلى کوچرینا د امنیتي اندېښنو له امله د وېبپاڼې په اړه نور جزییات په ډاګه نه کړل.

پر دې سربېره، د روان کال په لومړیو کې ښاغلي سنوډن ته د یوې بلي ټولنیزې شبکې له خوا د کار وړانديز شوى و چې "وي کانټکټ " نومېږي، ویل کیږي چې دا ټولنیزه شبکه د فېسبوک سره سیالي کوي.

پاول ډوروف چې د "وي کانټکټ" ټولنیزې شبکې بنسټ ایښوونکی دی د انټرنېټ پر خپلې پاڼې له ښاغلي سنوډن نه غوښتنه کړې وه چې په سېنټ پیټرزبورګ کې د کمپیوټري معلوماتو د خوندي کولو په برخه کې د دۀ له کمپنۍ سره کار پیل کړي.

نامالومه ځای ځايگى

په روسیه کې له لنډمهالې پناه تر لاسه کولو وروسته، د اېډورډ سنوډن د شخصي ژوندانه په اړه ډېر مالومات نشته.

د استخباراتو د دغه پخواني څېړونکي له لوري د امريکا د استخباراتي ادارې د څار پټ پروگرام په تړاو جزييات ډاگييزه کېدل د امریکا حکومت ولرزاوۀ.

د امریکا متحده ایالات غواړي اېډورډ سنوډن بېرته دوی ته وسپارل شي، چې محاکمه شي. ا

دا لا نه ده جوته چې ښاغلى سنوډن په مسکو کې پاته شي او که څنگه، خو د پخواني قرار دادي انځورونه کله نا کله په مجلو او ورځپانو کې مخې ته راغلي.

یوې روسۍ وېبپاڼې چې د لایف نیوز په نامه یادیږي، روانه اوونۍ د ښاغلي سنوډن يو انځور خپور کړ چې په ګرځنده ټيلیفون اخیستل شوی و. ورځپاڼې ياد انځور په ۱۹۴۳ پوڼدو رانيولى و. په انځورکې ښاغلی سنوډن د مسکو د ښار د مرکزي سيمې په درياب کې، په يوه بېړۍ کې ليدل کېږي. په انځور کې ښاغلي سنوډن خپلې عینکې نه دي په سترګو کړي، سور رنګى کمیس یې پر تن دى او کریمي رنګه خولۍ یې پر سر ده.

په انځور کې د ښاغلي سنوډن تر شا د مسکو مشهوره او لویه کلیسا "کریسټ د سېویور" ښکاري.

ښاغلي کوچرينا همداراز په يوه مرکه کې وويل چې اېډورډ سنوډن د روسي ژبې پر زدکړې بوخت دى او د روسي کلتور د زدکړې او پوهاوي په برخه کې يې وار له مخه پرمختگ کړى.

ورته مطالب