فلپین کې توپان ۱۰۰ کسان وژلي

Image caption اوس له فلپینه د هایان توپان د ویتنام پر لور خوځېدلی دی.

د فلپین مرکزي سیمې سخت توپان ځپلې دي، چې لږترلږه د وژل شویو شمېر تر سلو پورته ښوول شوی.

د تېز باد سرعت په یوه ساعت کې له ۲۳۵ تر ۲۷۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

توپان سلګونه ودانۍ ویجاړې کړې او اوس یې د اسیا سوېل ختيځو سیمو ته مخه کړې ده.

د فلپین پر ځینو سیمو برېښنا پارچاو شوې او د اړیکو سیستم هم له منځه تللی دی.

د توپان انځورونه

د تاکلوبان ښار یوه ډکه شوې ویډي، ښيي چې ښار اوبو په سر اخیستی دی.

ژغورندویه ډلې هڅه کوي چې ښار ته ورسېږي، خو د الوتکو هوايي ډګر هم سخت زیانمن شوی او یوازې پوځي الوتنو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د فلپین حکومت هڅه کوي چې د وژل شویو شمېر لږ وښيي.

چارواکو ویلي، چې تر اوسه له ۱۲ میلوین ډېر ګړي په خطر کې دي. او ان د تېرې میاشتې د زلزلې ځپلو ټپونه لاهم نه دي رغېدلي، چې دغه توپاني څپې يې پر سیمو ورغلې.

اټکل دی، چې تر یکشنبې ورځې پورې د دغه توپان څپې ویټنام ته هم ورسیږي.

د باد له کبله نژدې ۷۵۰ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

Image caption د تېز باد له کبله نژدې ۷۵۰ زره کورنیو خپلې مېنې پرېښې دي.

د فلپین د طبعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې مشر اډوارډ دل روساریو ویلي، تېز باد او توپان د دې لامل شو، چې د تیز باران کچه راټيټه کړي او له اټکل لږ باران وشو.

پر همدې مهال، په ځينو سیمو کې د نژدې ۴۰۰ میلي متره باران ورېدو خبر ورکړل شوی.

په ځپل شویو سیمو کې ښوونځي او نورې ادارې رخصت شوې او د ځمکې او سمندر له لارې تګ-راتګ هم ممنوع ګرځول شوی.

فلپیني چارواکو ویلي، چې د مرستو او ژغورنې لپاره يې درې ترابري سي او ۳۲ پوځي چورلکې فعالې کړې دي.

هر کال فلپین کې نژدې ۲۰ ځلې له خاورو خځلو او باد ډک توپانونه راځي.

ورته مطالب