مالدیپ: نشید له یمین سره د ټاکنو بل پړاو کې

د مالدیپ مخکني ولسمشر محمد نشيد د ولسمشرۍ ټاکنو تر ټولو ډېرې رايې ګټلې، خو ټاکنې بل پړاو ته ولاړې.

محمد نشید په سلو کې ۴۵.۰۸ رایې وګټلې، خو د عبدالله یمین پروړاندې یې ونه شوای کړی، چې ولسمشرۍ ته لاره ومومي، بلکې ټاکنې بل پړاو ته وغځېدې.

عبدالله یمین بیا ۳۱.۲۱ سلنه رايې خپلې کړې.

یمین د مالدیپ د پخواني ولسمشر مامون عبدالقویم ناسکه ورور دی.

رسمي شمېرې ښيي، چې لاهم په سلو کې ۳.۴ رایې نه دي اعلان شوې.

مخکنی راپور

په داسې حال کې چې مالدیپ کې د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدونکی دی او د ولسمشرۍ دوه مخکني پړاوونه ناکام شول، د درېیم پړاو لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو کې رای اچونه پیل شوې ده.

د ټاکنو کمیسین ویاند ویلي "د هېواد په ټولو برخو کې رای اچونه پیل شوه، چې تر اوسه کومه د پام وړ پېښه نه ده شوې".

په دغو ټاکنو کې د مالدیپ مخکنی ولسمشر محمد نشید او د پرمختګ ګوند مشر عبدالله یمین، او د جمهوریت غوښتونکي ګوند قاسم ابراهیم ولسمشرۍ ته درېدلي دي.

اټکل کېږي، چې نشید به په دغو ټاکنو کې ډېرې رایې وګټي.

نوموړي په تېر سپتمبر کې له ټول ټال رایو ۴۵ سلنه وګټلې.

د ټاکنو کمیسیون یوې چارواکې ایشتات ریما فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "رای اچونه د مالدیف بېلابېلو برخو په ۴۷۵ ټاکنیزو مرکزونو او نورو هغو پلازمېنو کې پیل شوه، چې مالدیپیان په کې اوسېږي".

Image caption محمد نشید په سلو کې ۴۵.۰۸ رایې وګټلې، خو د عبدالله یمین پروړاندې یې ونه شوای کړی، چې ولسمشرۍ ته لاره ومومي، بلکې ټاکنې بل پړاو ته وغځېدې.

دغې چارواکې دا هم ویلي، که چېرې له درو واړو نوماندانو یو هم پنځوس سلنه رایې ونه شي ګټلی، ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.

د مالدیپ د ۲۰۰۸ کال ټاکنو پرمهال د منل شوي اساسي قانون له مخې باید ولسمشر د نومبر میاشتې له ۱۱ نېټې مخکې وټاکل شي.

په اساسي قانون کې د انتقالي پړاو هېڅ فقره نه ده یاده شوې؛ له دې کبله که چېرې د واک تشه رامنځ ته کېږي، شاید هېواد له ګډوډۍ سره مخامخ شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو د تېر سپتمبر پر اوومه وشو، خو سترې محکمې یې پایلې ځکه لغوه اعلان کړې، چې په وینا یې ډېرو پرې شک وکړ.

په دویم ځل ټاکنې د تېر اکتوبر پر ۱۹ وشوې، خو بیا هم هېڅ یوه کاندید اړینې رایې خپلې نه شوای کړای.

ورته مطالب