فلپین کې د 'لسو زرو' کسانو د وژل کېدو وېره

د فلپین چارواکي وايي، د هایان نومي توپان له کبله د تلفاتو شمېر تر ۱۰۰۰۰ کسانو پورې اټکل شوی. تر ۳۰۰ کیلومترو ډېر زورورو بادونو او مستو سمندري څپو ناوریني حالت رامنځ ته کړی دی.

هیان نومي زورور توپان لومړي سر کې د لیتې او سمارا ټاپو ګانو ته په یوه ساعت کې د درې سوه کیلومتره زیاتو زورور بادونو او لوړو بحري څپو سره ورسېد، چې ساحلي کلي یې لاندې کړل.

د دغه توپان د لارې اوږدو کې سلګونه زره کسان اړ شول، چې خپل کورونه پرېږدي. توپان سیمه کې پاڼونه ونړول او پراخه سیمه کې یې له کبله سیلابونه ووتل.

له هغو سيمو سره چې توپان سخت ځپلي تول اړيکي غوڅ شوي، نو له دې امله د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره هم نه ده معلومه خو ویل کېږي چې تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي چې یوازې ۲۰۰ یې په سمر ولایت کې وژل شوي.

په فلپين کې رامنځته شوى دغه توپان تر اوسه د مځکې پر سر ثبت شوى تر ټولو پياوړى هغه دى.

توپان د فيليپين سويلي سيمې ځپلي. د تکلوبان ښار په هغو سميو کې دى چې ټر ټولو زيات زيانمن شوي.

فلپیني چارواکو وويل په دغه ښار کې شا و خوا سل مړي پر سړکونو پراته دي، او د سيمه ييزو خبريالانو د رپوټونو پر بنسټ شل نور په يوۀ ورڅېرمه ښارگوټي کې په يوه کليسا کې پراته دي.

تر لاسه شويو انځورونو کې ودانۍ تر سترگو کېږي چې له مځکي سره يو شوي. گاډي پر يوۀ بل پراته دي. يا اوښتي دي.

په يوه انځور کې خو ما آن يو لارۍ ډوله گاډى وليد چې پر نورو کوچنيو گاډو پروت و. له تکلوبان نه را رسيدلي ويديويي انځورونه ښيي چې د توپان پر مهال دغه ښار اوبو لاندې کړى.

په فلپين کې پادري د حالاتو انځور داسې راکړ.

"که سړى په کليسا کې دننه وي ډېر نه احساسيږي خو که د باندې پر سړک يي نو سيلۍ مو الوزوي. پر سړک سړى نه شي ودرېداى. څومره چې پياوړى کس هم وي باد يې الوزوي."

ځينې خلک چې خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولى و د دوى په اړوندو سيمو کې د شته حالاتو په اړه بېلابيل څرگندونې لرلې.

يوې مېرمنې چې د کورنۍ غړي يې تري تم شوي وويل:

"زما مور او پلار او يو ماشوم مې تري تم دي. زما د زوى لاس په تېروتنې را نه خوشې شو."

Image caption مرستندويي ادارې دغې سيمې ته د رسيدو هڅه کوي خو هوايي ډگر زيانمن شوى چې دوى يې هم له ستونزو سره مخ کړي.

خو يوۀ بل سړي بيا ورته د اوښتي مالي زيان نکل کاوۀ:

"دا په رښتيا ډېره وېروونکې ده، ډېرې توندې سيلۍ وې. زه به اوس خپل کور بيا له سره جوړوم. دا غمجنه پېښه ده".

مرستندويي ادارې دغې سيمې ته د رسېدو هڅه کوي خو هوايي ډگر زيانمن شوى چې دوى يې هم له ستونزو سره مخ کړي.

خو پوځي الوتکې الوتنې کوي او پوځ اوس سيمې ته د مرستې رسولو هڅه کوي.

توپان اوس د ويتنام په لوري روان دى او اټکل دى چې د يکشنبې په ورځ هغه هېواد ته ورسېږي. څه د پاسه سل زره کسان خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

د ټيټو سيمو او سمندرغاړو ته د نږدو پرتو سيمو اوسېدونکي له خپلو کورونو لېږدول شوي دي.

ښوونځي تړل شوي او بېړيو ته لارښوونه شوې چې بندرونو ته ځانونه ورسوي.

Image caption توپان دومره زورور و، چې تاکلوبان ښار کې یې بېړۍ ومینځلې او اوبه وروختلې
Image caption د ښار په زیاترو برخو کې کورونه له ځمکې سره هوار شول
Image caption په تاکلوبان کې زیاتره خلک په سپیره ډاګ پاتې شول
Image caption دغه صحنه ټيک د څونامي ناورین ته ورته وه
Image caption خلکو د خوړو موندلو هڅې کولې

ورته مطالب