بحري توپان له فیلیپینه وروسته ویتنام ته ورسېد

Image caption هییان نومي بحري توپان د جمعې په ورځ فیلیپین کې یو شمېر مرکزي ټاپوګان وځپل.

هغه زورور توپان چې په فیلیپین کې یې زرګونه خلک ووژل او پراخ ویجاړی یې رامنځ ته کړ، د ویتنام شمالي ولایت کوانګ نین ته رسېدلی دی.

که څه هم د هایان په نامه دغه توپان ویتنام ته له رسېدو مخکې کمزوری شوی خو کله چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي د دغه هېواد ساحل ته ورسېد له ځانه سره یې داسې بادونه لرل، چې سرعت یې په یوه ساعت کې یو ۱۵۰ کیلومترو ته رسېده.

په پلازمېنې هانوی کې د درنو اورښتونو او سېلاوونو د رامنځ ته کېدو اټکل شوی دی.

د دغه توپان له امله وار له مخه شپږ تنه وژل شوي دي. په هانوی کې د سره صلیب مشر فرانسېس مارکوس په دې اړه وویل:

' په ویتنام کې له تېرو څو ورځو راهیسې وضعیت سخت دی. د توپان مخه د هېواد له مرکزه د شمال پر لور ګرځېدلې او هلته اوس ځمکې ته راښکته شوی دی. دا چې د فیلیپین پرتله دلته د توپان زور کم شوی، موږ باید شکر وباسو. خو لا هم باید دا پېښه بابېزه و نه ګڼو، ځکه په شمالي ویتنام کې د سختو ویجاړوونکو سېلاوونو د راوتو امکان موجود دی. '

له دې مخکې فیلیپین کې چارواکو ویلي وو، داسې باور کېږي، چې نژدې لس زره کسان یوازې په یوه ایالت کې د بحري توپان هییان له کبله وژل شوي دي، چې د جمعې په ورځ یې دغه هېواد کې یو شمېر مرکزي ټاپوګان وځپل.

د فلپین په ټکلوبان ښار کې، چې بحري توپان سخت ځپلی د بي بي سي یو خبریال وايي د ښار حالت خورا ناوړه معلومېږي.

د لیتې په دغه مرکزي ښار کې کورونه لوړو څپو نړولي دي، چې هییاان توپان زورور بادونه ورسره ملګري وو.

دغه ځاي پاکې اوبه نه موندلې کېږي، برېښنا نه شته او ډېر لږ خواړه موندل کيږي. ځايي چارواکي وايي، هڅې کوي، چې مرستې ورسوي او دا چې په پراخه کچه لوټ مار پیل شوی دی.

په فیلیپین کې د سره صلیب مشر د هایان توپان لخوا رسول شوی زیان یو ستر ویجاړی بللی دی.

دا چې دغه هېواد ته د نړیوالې مرستې رسونې پراخ کار پیل شوی د سره صلیب مشر ریچارډ ګورډن بي بي سي ته وویل، چې لرو پرتو سیمو ته د خوړو، جامو، درملو او د څښلو د پاکو اوبو رسولو لپاره د سړکونو پاکول یوه اړینه مسله ده.

د دغه توپان له امله څلور میلیونه خلک اغېزمن شوي دي.

د امریکا پوځي الوتکې او بېړۍ د مرستې رسونې لپاره ګومارل شوې دي. نورو هېوادونو د میلیونونو ډالرو مرستې ژمنه کړې او نړیوالې مرستندویه ادارې دغه هېواد ته د هوا له لارې د بېړنیو اکمالاتو لپاره چمتوالی نیسي.

دغه ورانی ویجاړی له څونامي سره پر تله کېږي.

ورته مطالب