پاکستان کې د حقاني شبکې یو مشر نصیرالدین حقاني "وژل شوی"

Image caption نصیرالدین حقاني په ۲۰۱۰ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهګرو لست کې شامل شو.

له پاکستانه رپوټونه وايي، د حقاني شبکې یو قومندان نصیرالدین حقاني په یوه برید کې وژل شوی.

رپوټونه وايي، چې ډاکټر نصیر الدین حقاني تر ۳۰ کلونو پورته عمر درلود، چې اسلام اباد ته څېرمه په نښه شو.

پاکستاني رسنیو د ځینو طالب سرچینو په حواله د ښاغلي حقاني د وژل کېدو خبر خپور کړی دی.

نصیرالدین حقاني د دغې شبکې یو وتلی قومندان ګنل شوی، چې ویل کيږي د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې مالي سرچینه کې یو وتلی سړی و.

راپورونه وايي، چې د حقاني مړی د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان قبایلي سیمو ته د خښولو لپاره وړل شوی دی.

نصیرالدین حقاني په ۲۰۱۰ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهګرو لست کې شامل شو.

په څینو رپوټونو کې ویل شوي، چې نصیرالدین حقاني منځني ختيځ کې له القاعدې شبکې سره نژدې اړیکي لرل.

د افغانستان حکومت او امریکا د حقاني شبکه په هېواد کې د ننه پر کورنیو او بهرنیو ځواکونو د بریدونو اصلي طراحه بولي.

په افغانستان کې پر لوېديځو ځواکونو او د هغوی پربنسټونو او ادارو د "ډېرو پېچلو ځانمرګو بریدونو" د پړې ګوته نېغ په نېغه د حقاني شبکې ته نیول شوې ده.

که څه هم دغه شبکه د عملیاتو له اړخه جلا کار کوي، خو قومندانانو يې څو-څو ځلې ملا محمد عمر خپل اصلي مشر بللی دی.

تر اوسه د حقاني د وژلو د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې رپوټونه وايي، چې نوموړی په ډزو او نښته کې وژل شوی.

دغه پېښه اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې د تېرې یکشنبې پر شپه شوې.

د حقاني یو بل ورور بدرالدین، چې د حقاني شبکې د عملیاتي ډلې مشر و، د تېر کال اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه.

د نصیرالدین مشر ورور، سراج الدین حقاني اوس د دغې ډلې مشري کوي.

رپوټونه وايي، چې نصیرالدین حقاني څو ځلې منځني ته د القاعدې شبکې د همکارۍ جلبولو لپاره سفرونه کړي، او په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر په جوړېدا کې هم نوموړي ډېر رول درلود.

سراج الدین حقاني، بدرالدین او نصیرالدین د مخکني افغان جهادي مشر او د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني زامن دي.

تر اوسه د نصیرالدین حقاني د وژلو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

د حقاني شبکې یوې سرچینې ویلي چې نصیرالدین حقاني د حقاني شبکې د مالي، لوژستیکي او سیاسي چارو مسؤول و.

نوموړی د طالبانو د سولې د خبرو پرمهال هم له طالب جګپوړ چارواکو سره مشورې کولې.

د پېښې په ځای کې د یوه شخصي ښوونځي مشر ډاکټر امجد وویل کله چې وسله والو پر نصیرالدین ډزې وکړې"کله چې زه نژدې ورغلم، نو له هغه سره په ګاډي کې راغلي کس مارکیټ کې له نورو خلکو وغوښتل چې ژوبل کس ورسره ګاډي کې ځای پرځای کړي".

ورته مطالب