د هند ساینس پوهان او کوڅو ماشومان څه ورته والی لري؟

د بنګال خلیج له فضایي مرکزه، مریخ ته د هندوستان لومړنی سفر د خلکو په چکچکو بدرګه شو.

خو له تېرې اونۍ راهیسي چې هندوستان خپله فضایي بېړۍ مریخ ته ولېږله، دا ناشونې وه چې هغه حېرانوکي ورته والي ته زما سترګي ور وانه وړي چې د هېواد تکړه او با استعداده فضایي ساینس پوهانو او د سړک د غاړې د ماشومانو تر منځ شته. په دغو ماشومانو کې زیات شمېر یې نوښتګر او یا د وړو کاربارونو بنسټ ایښودونکي دي.

که دې ماشومانو ته وګورئ چې د سړک پر غاړه ګرځي، یا د اورګاډو پر شاوخوا د خالي پلاسټیکې بوتلونو په لټه کې وي، د کثافاتو پر غونډویو پلاستیکي خلطې ټولوي او یا هم کاغذونه او کارټنونه سره را غونډوي چې د یوڅو روپیو په بدل کې خرڅ کړي نو په دې کې هیڅ شک نشته چې هر چا ته دا سوال پېدا کېږي چې ایا د هېواد ټولنیزې مرستې اړینې دي او که ستورو ته ځانونه رسول.

خو په اصل کې نه د ډیلي د سړک غاړې د ماشومانو دغه بده ورځ او نه هم د هندوستان د مریخ د پروګرام بې ځایه مالي لګښت هغه څه دي چې ښکاره معلومېږي.

د هند ساینس پوهانو ډله چې مریخ ته د استلولو په نیت يې یوه حساسه فضایي بېړۍ جوړه کړه چې د مریخ یا سرې سیارې هوا راټوله او وڅېړي، د ګوجرات په پلازمېنه احمد آباد کې د فیزیکي پلټنې په لابراتوار کې دفتر لري.

ما داسي فکر کاوه چې دغه ډله ساینسپوهان به په یوه برېښندوکې ښیښي ودانې کي ځاي ولري لکه په امریکا کې د ناسا لابراتوار یا په هندوستان کې د کمپیوټر د کمپنۍ مرکزي ودانۍ چې د نړۍ په کچه ساری نه لري.

خو د فضایي پلټنې دغه مرکز د هند په یوه زړه سیمه کې دی. مه توکئ، دا يې پر دروازه په انګلیسي او هندي ژبو لیکل شوي، دننه د ۱۹۷۰مو کلنو پر یوڅه زړې ودانې د زړوونکو استوایي ونو سیوري لوېدلي چې د طوطیانو چوڼهاري په کې اورېدل کېږي.

خو بیا هم هغه ساینس پوهان چې په دغه ځای کې کار کوي نړۍ یې حیرانه کړه، څه وخت چې هندوستان د سپوږمۍ په پلټنه کې د ابو نښي وموندلې، دا هغه موندنه وه چې له دې نه وړاندې نورو پلټنوکو د دې موندنې موقع له لاسه ورکړې وه.

پرو فیسر جیتندرا ګوسوامي چې د دې انستیتوت مشري په غاړه لري وایي دوی باید خپل نمیګړتیاوي تر یوه حده پوره کړي.

هغه په دې ویاړي چې په ۸۰ میلیون ډالرو يې د پلټنې دغه پروګرام جوړ کړی چې په تاریخ کې تر ټولو ارزانه پروګرام دی.

د غه فضایي بېړۍ یوازې ۱۴ نیم کیلوګرامه وزن مریخ ته وړی.

ښاغلی ګوسوامي زیاتوي دغه اله چې کله مریخ ته ورسیږي نو ډېر لږ څه به وکولای شي خو هغه څه چې دوی پلټي هغه تر اوسه بل هېواد نه دي موندلي. او همدا وجه و چې دوی په سپوږمۍ کې اوبه هم پېدا کړې.

نوموړی وايي دغه پروګرام به د دې پوښتنې په ځواب کې مرسته وکړي چې ایا په مریخ کې کله هم ژوند شوی او یا شونی دی. دغه اله به د مریخ په فضا کې د مېتان ګازو لټه هم وکړي او به پلټي چې د مریخ فضا څنګه تغییر وکړ.

زه چې د دغه مرکز څخه راووتلم نو ډېر د هندوستان د فضایي پروګرام تر اغیزې لاندې راغلم، فکر مې وکړ چې څنګه دوی په دومره لږو امکاناتو داسي نوښتګر او واقعي ساینسي کارونه کول شي.

خو په داسې هېواد کې چې د بې وزلې ستونزې ولري او ماشومان یې پر سرکونو کباړ ټولوي دغه پروګرام ته اړتیا شته؟

د نوي ډيلي تلویزون د ساینس خبریال ښاغلي پالوا بیګلا وایي هندوستان باید په دواړو خوا کې پر مختګ وکړي.

نوموړی زیاتوي چې هندوستان باید پر دو پښو روان شي، له یوې خوا خلک له بې وزلۍ نه راوباسي او له بلې خوا د ټیکنالوژۍ په برخه کې پراخ پرمختګ وکړي.

د ډيلي د سړک غاړې ماشومان بیا له دې نه هم اغیزمن کار کوي، دوی د ښار په کثافاتو کې هغه ارزښت موندلی چې د زیاتو خلکو له خوا بې ګټې ګڼل کېږي. په زړه پورې خبره خو دا ده چې کله دوی وینې دوی ناهیلې نه بلکې برعکس دي. ډېری يي خلاق او په خپله سطحه کې ځواکمن سوداګر دي.

Image caption ګوسوامي وايي د مریخ دغه پروګرام به خلکو ته دا الهام ورکړي چې ځیني داسي کارونه وکړي چې له دې نه هم لوړ وي

زما لارښود اقبال و. دی په خپله هم یو وخت د سړک د غاړې ماشوم و او د سلام بالاک مرستندویه ټولنې له خوا یې روزنه کېدله. اقبال په ماشومتوب کې د بد چلند له امله له کور تښتېدلي و. او په لس کلنۍ کې يې د ډیلي په ښار کې د سړک پر غاړه ژوند کاوه.

زه په دې خبره ډېر حیرانه شوم چې هغه وویل چې ژوند د سړک پر غاړه ستونزمن نه دی. اقبال راته وویل خواړه کومه ستونزه نه ده، ډېری مرستندویه ټولنې وړیا خواړه ورکوي، هغه پیسې چې به یې د پلاستکونو له ټولونه ګټلې هغه به یې د ویډیوګیم په دوکانو نو کې خرڅولې.

مرستندویه ټولنو ته تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې ماشومان وهڅوي چې د سړک د غاړې ژوند پرېږدي او د دوی پناه ځایونو ته ور شي.

د سلام بالاک مرستندویه ټولنې یو کارکونکی ګاګن سینګ وایي دلته ماشومان د سړک د غاړې د ژوند سره عادت کېږي او د ژوند له دې آزادی نه خوند اخلي. د سړک د غاړي ژوند که څه هم احساساتي به وي خو ماشومانو د زیاتو خطرونو سره مخ کوي.

اقبال یوه انځورته په اشاره سره وویل چې د دغه انځور نیمايي کسانو په ماشومتوب کې د سړک پر غاړې ژوند کاوه، خو اوس یو د برق انجینیر دی، یو هم د ډومینو په پیزه کې د خپل ټیم مشري کوي.

په احمد اباد کې پروفیسر ګوسوامي وايي د مریخ دغه پروګرام به زما په فکر یو شمېر خلکو ته دا الهام ورکړي چې ځیني داسي کارونه وکړي چې له دې نه هم لوړ وي، دا ضروري نه ده چې باید حتما ټولنیزي ستونزي حل شي، ساینسي مسایل هم خورا مهم دي او د حل لاري یې باید ولټول شي. په اوږده موده کې به دا کار ډېري زیاتي ګټي ولري.

په ۱۹۵۷ کال کې چې هندوستان د سپاټنیک په نامه د نړۍ تر ټولو لومړۍ سټلایټ فضا ته ولېږه نو ښاغلي ګوسوامي وايي چې هره شپه به په چمن کې پرېوته او پراخ اسمان ته به یې کتل او هڅه به یې کول چې د دغه سټلایټ یو نظر وویني.

هغه وايي که چیري د مریخ پروګرام بریالی شي نو د هندوستان هر ماشوم که په ښار، کلي او یا هم د ډيلي د سړک د غاړي پر سر، خو چې کله آسمان ته وګوري او د مریخ سياره یې ترسترګو شي نو وايي به چې زما هېواد هلته رسېدلی دی. دا به د ټول ملت پر همت او مېړانې اغېزه وکړي. .

ورته مطالب