ایران:فرقه ییز تاو تریخوالی نړۍ ته خورا خطر ناک دی

Image caption ما په عراق کې له خپلو عراقي همکارانو سره هم پر دې خبرې کړې دي او له هغوی سره مو پر دې موافقه وکړه، چې دا ستونزه زموږ د ټولو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده. محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ شخړې ښايي د نړۍ امنیت ته تر ټولو سخت ګواښ وي.

محمد جواد ظریف له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې ټولې خواوې باید د سوريې د مسالې پر سر اختلافات یوې خوا ته کړي او د ټولنوېشنې د دغې موضوع حل ته پام وکړي:

''زما په اند، دا ستونزه یوازې سیمې ته نه بلکې ټولې نړۍ ته یو ستر امنیتي ګواښ دی. زما په باور موږ ټول باید د سوریې پر سر له اختلافاتو هاخوا پر دې موضوع سره په ګډه کار وکړو. ایران دې ټکي ته ژمن دی او ما له خپلو ترکي ملګرو سره هم پر دې مسلې خبرې کړې دي.

ما په عراق کې له خپلو عراقي همکارانو سره هم پر دې خبرې کړې دي او له هغوی سره مو پر دې موافقه وکړه، چې دا ستونزه زموږ د ټولو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده. موږ د سیمې له نورو هېوادونو سره هم په دې اړه په ګډه کار کولای شو، خو ځینې خلکو دغې دښمنۍ ته لمن وهلې ده''.

د ایران بهرنیو چارو وزیر پر سني هېوادونو تور پورې کړ، چې د ' وېرې خپرولو ' مسوول دي.

پاکستان، سوریې او عراق کې دا وروستیو کې فرقه ییز تاوتریخوالي ډېر شوی دی.

د جواد ظریف په وینا ځیني کسان د تنګ نظرۍ له کبله د کرکې اور ته لمن وهي. نوموړي زیاته کړه، موږ باید وپوهېږو، چې مسلمانه نړۍ کې فرقه ییز بېلتون زموږ ټولو لپاره خطرناک دی.

د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي مشر جیرمي بویین وايي، شیعه، سني شخړه، نژدې ۱۰۰۰ کلنه ده، خو ۲۰۰۳ کال کې له هغه وروسته، چې امریکا پر عراق برید وکړ، دغه شخړه سخته شوه.

عراق کې سږ کال د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښو کې تر اوسه پورې ۶۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

بل لور ته سوریه کې جګړه که څه هم په فرقه ییز بنسټ نه وه پیل شوې، خو اوس یې فرقه ییزه بڼه خپله کړې ده.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد چې د شیعه مسلک اړوند دی، د شیعه ایران اتحادي دی. بل لور د ترکيې او سعودي عربستان په شمول سني قوتونه، د بشارالاسد ضد مهمو یاغي ډلو سره مرسته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وینا له فرقه ییز تاوتریخوالي سره د مخالفت لپاره باید ټول اختلافونه له پامه وغورځول شي.

نوموړي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو وايي، ځیني سني عرب مشران د فرقه ییز تاوتریخوالي اور ته لمن وهي.

خو خبریالان وايي، د سعودي عربستان په شمول عرب هېوادونه پر ایران تور لګوي، چې فرقه ییز تاوتریخوالی خپروي.

ورته مطالب