د چين درېيمه عمومي غونډه: مشرانو په کې له مهمو اصلاحاتو پرده پورته کړې

Image caption د ۲۰۱۲ کال اوکتوبر کې د چين کمونست مشرتابه کې بدلون راغی، او نوې مشرتابه واک ته ورسېده

د چين مشرانو له يو لړ داسې اصلاحاتو پرده پورته کړې چې موخه يې په راتلونکې يوه لسيزه کې د دغه هېواد اقتصاد سمول دي.

په يوه اعلاميه کې چې د تړلو دروازو ترشا دغې غوندې وروسته خپره شوې، ژمنه شوې ازاد بازار به لا ستر رول لوبوي.

يوه نوې کمېټه به د کورني امنيت څارنه کوي چې له مخې به يې د ټولنيزې نارامۍ پر وړاندې چارې سمبالوي، او بزګرانو ته به پر خپلو مځکو د ملکيت نور حقونه ورکول کېږي.

د بي بي سي يو خبريال وايي دغه مشران به اوس تر خپلې ادارې لاندې نور چارواکي هڅوي چې دغه اصلاحات پلي کړي.

د درېيمې عمومی غونډې په نامه دغې ناستې کې خبرې چې په بېجينګ کې ترسره کېده تېره جمعه پيل شوې، او د هغو برخو او چارو له يوې لنډې اعلاميې سره پای ته ورسېده چې موافقه پرې شوې وه.

په بېجينګ کې د بي بي سي خبرياله سيليا هټن وايي دغه اصلاحاتن کېدی شي خورا زيات ارزښت له ځان سره ولري، او اټکل دی په اقتصاد او ټولنيزه برخه کې د بدلونونو يو لا بشپړ نوملړ په راتلونکو ورځو يا ان اونيو کې خپور شي.

پر هغه څه چې سلا شوې جزئيات يې لا په راوتلو دي.

د کمونست ګوند مشرانو ويلي بازارونو ته به د دې لار پرانيستل کېږي چې لا مخکښ رول ولوبوي. دولتي ملکيت به بيا هم د اقتصاد د ستنې په توګه پاتې وي.

د بي بي سي خبرياله زياتوي د ناڅرګندو ژمنو يوه اوږده نوملړ کې د يو عصري پوځ جوړولو پر پلان سربېره د دې يادونه هم شوې چې د چين سمندرغاړو ښارونو کې د بهرنۍ پانګونې هڅونه وشي. په نورو بدلونو کې دا ژمنې هم دي چې د فساد څارنې او په ګوته کولو لپاره به يو لا ځواکمن نظام جوړ کړی شي.

د چين کورنيو نومليکنې نظام يوه بله مسئله ده، چې له غونډې مخکې اټکل شوی و بحث به پرې کېږي.

دغه غونډه وروسته له هغه نژدې څارل کېده چې تېره مياشت د کمونست ګوند يوه جګپوړي چارواکي يو جنګشنګ وويل په غونډه کې به پر "بې سابقه" اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو غور او بحث کېږي.

څېړونکو د کومو سياسي اصلاحاتو اټکل نه و کړی چې د غونډې بحث اجنډا کې دې ځای ولري.

دغه اصلاحات چې اوس د تړلو دروازو تر شا پرې هوکړه شوې، دا چې څومره به بريالي وي لا به کتل کېږي.

خبريالان وايي هغه برخې چې پر اقتصادي او ټولنيزو اصلاحاتو په کې سلا شوې، ځايي چارواکي او ډلې به يې له خپلو ژورو نغښتو ګټو سره ښايي تر ډېره پلي کولو ته زړه نازړه وي.

تېرې عمومي غونډې

درېيمه عمومي غونډه د چين درېيم ځل نويو مشرانو سره تړلې، چې د مرکزي کمېټې بشپړې ناستې مشري کوي.

دغه غونډې په عمومي ډول د نويو مشرانو دندو له پيل يو کال وروسته ترسره کېږي، په تېره بيا وروسته له هغه چې د خپل واک بنسټ يې جوړ کړی وي.

تېرو دغه ډول غونډو د چين پر پرمختګ ستر اغېز کړی دی.

د ۱۹۷۸ کال درېيمې عمومي غونډه کې پخواني مشر ډېنګ شياوپېنګ د چين د اقتصاد پرانيستې اعلان وکړ، چې ورسره يې له بازار سره په تړاو سترو اصلاحاتو ته لار پرانيسته.

د ۱۹۹۳ کال درېيمې عمومي غونډې پر مهال پخواني مشر جو رونګجي د " سوسيالست بازاري اقتصاد" اعلان وکړ او د چين دولتي ملکيت ډېره برخه يې سره ووېشله.

ورته مطالب