اپل او سمسونګ د نوښتونو تاوان پر سر بيا په محکمه کې

Image caption سموسونګ او اپل په اروپا کې هم اوسمهال د څه د پاسه ۱۰ هېوادونو په محکمو سره لاس او ګرېوان دي

اپل او سمسونګ د اوسنۍ زمانې د نوښتونو تر ټولو لوړې کچې دعوو پر سر بيا محکمې ته ستنېږي.

د ۲۰۱۲ کال اګست کې يوه قضايه پلاوي سمسونګ د اپل له ۶ نوښتونو سره په تړاو پر سرغړونې پړ وګاڼه، او په تاريخ کې يې د دغه ډول په تر ټولو ستر تاوان جريمه کړ.

دغه حکم او د يو مليارډ ډالرو په ارزښت تاوان د اپل لپاره يو ستر بری ګڼل کېده.

دا د نوښتونو پر سر له راپورته شويو قضيو يوازې يوه ده، چې دغه دواړه شرکتونه پرې د نړۍ لروبر محکمو کې دعوې کوي.

د ۲۰۱۳ کال مارچ کې يوې قاضۍ اپل ته د ۱ مليارډ ډالرو تاوان ورکړې پر سر غور وکړ، او دغه اندازه پيسې يې راکمې کړې او ويل يې پر دغه تاوان بايد بيا له سره په يوه نوې محاکمه کې غور وشي.

قاضۍ لوسي کو وويل د کليفورنيا محکمه کې اصلي قضايي پلاوي، د تاوان ځينو برخو ناسم حساب کړی دی.

قاضۍ ويلي د تاوان ۵۵۰ مليون ډالره په مناسب ډول حساب شوي، خو امر يې کړی چې پر پاتې ۴۵۰ مليون ډالرو بايد بيا له سره غور وشي.

دغه ۴۵۰ مليون ډالرو اندازه کېدی شي زياته او يا هم کمه شي، په دې معنا چې اپل کېدی شي په پای کې له هغو ۱ مليارد ډالرو زياتې پيسې ترلاسه کړي، چې په لومړۍ محاکمه کې ورته ورکړل شوي وو.

اپل په لومړيو کې له سمسونګ نه د ۲،۵ مليارډ ډالرو تاوان غوښتنه کړې وه.

دوی د دې دليل ياداوه چې د جنوبي کوريا دغه شرکت د ايفون او ايپاډ د تنو اصلي ډزاينونه او د کارولو د مخ برخې کاپي کړې، لکه شاته ټوپ ځواب، کله چې يو کس په کاږلو د يو نوملړ له پای ورتېرېږي.

سمسونګ بيا دليل وايه مخکې له دې چې ايفون راووځي، دوی مياشتې وړاندې د موبايل پر ګردو مستطيل ډوله بڼو کار کاوه.

دوی بيا له اپل نه د ۵۱۹ مليون ډالرو تاوان غوښتنه کوله.

ټکنولوژۍ ځينې جګپوړي کارپوهان باور کوي دغه قانوني شخړه د پېرودونکو لپاره ناوړه ده.

سموسونګ او اپل په اروپا کې هم اوسمهال د څه د پاسه ۱۰ هېوادونو په محکمو سره لاس او ګرېوان دي.

ورته مطالب