''مصر عربي نړۍ کې د ښځو لپاره ناوړه هېواد دی''

مصر
Image caption په سروې کې د سوريې په ګډون په ۲۱ عربي هېوادونو کې له خلکو سره مرکې شوې دي

یوې څېړنې موندلې چې مصر د عربي پاڅون له پیل راوروسته اوس په عربي نړۍ کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب له پلوه تر ټولو ناوړه هېواد دی.

د تامسن رویټرز بنسټ له خوا تر سره شوې څېړنې موندلې چې جنسي ځورونې، د ښځینه وو د ختنې لوړې کچې او د سخت دریځو اسلامپالو ډلو زیاتېدونکي اغېز په مصر کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب د کچې په راکمولو کې ونډه لرلې ده.

د دې څېړنې له مخې د کومور ټاپوګان، چې مېرمنې په کې ۲۰ سلنه وزارتي پوستونه لري، د ښځو د خوندیتوب له پلوه په عربي نړۍ کې لومړی ځای لري.

سروې د جندر/ جنسيت له ۳۳۰ نه زياتو پوهانو سره د سوريې په ګډون په ۲۱ عربي هېوادونو کې مرکې کړې دي.

دا له ۲۰۱۱ کال راهيسې چې په عربي نړۍ کې پاڅونونه پيل شوي، د تامسن رويټرز بنسټ دريمه سروې ده، چې د ښځو د حقونو په اړه يې کوي.

د ښځو د حقونو په اړه شوې دغې ټولپوښتنه کې په مصر پسې عراق، سعودي عربستان، سوريه او يمن راځي.

د کومور له ټاپوګانو، چې مېرمنې په کې ۲۰ سلنه وزارتي پوسټونه لري او د ښځو حقونه په کې خوندي دي، وروسته عمان، کويټ، اردن او قطر دي.

په ټولپوښتنه کې له پوهانو پوښتل شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، د بيا زېږون حقونه، د ښځو درملنه او په سياست او حکومت کې د ښځو د ونډې فکتورونه وارزوي.

په امريکا د ښځو د حقونو د نړیوال بنسټ يوه غړې زهرا رضوان وايي: ''د پلازمېنې قاهرې په څنډو کې په نژدې ټولو کليو او نورو ځايونو کې اقتصادي فعاليتونه تر ډېره بريده د ښځو پر قاچاق او په زور ودونو ولاړ دي''.

په هر صورت، جنسي ځورونه د ښځو د نه خونديتوب د لاملونو په سر سر کې ځای لري.

په اپريل مياشت کې د ملګرو ملتونو يوه راپور وويل، ۹۹،۳ سلنه ښځې او نجونې په مصر کې د جنسي ځورونې سره مخامخې دي.

سروې وايي عراق اوس آن د صدام حسين له وخته هم د ښځو لپاره ډېر خطرناک هېواد دی.

دوی وايي ښځې اوس په کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په غير متوازن ډول اغېزمنې شوې دي.

ورته مطالب