کيري: ۵+۱ له ايران سره موافقې ته نژدې شوي

Image caption د جنيوا خبرو کې د امريکا، برتانيا، روس، چين، فرانسې جرمني او اروپايي ټولنې استازو ګډون کړی وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي له ايران سره د اټومي پروګرام پر سر موافقې ته ډېر نژدې شوې دي.

دغه خبرې په تېرو څو ورځو کې د ايران او د نړۍ د پیاوړو شپږو هېوادونو ترمنځ په جنيوا کې روانې وې.

ښاغلي کېري بي بي سي ته وویل چې پاتې اختلافات دومره لوی نه دي، چې د یوې ممکنه هوکړې مخه ونیسي.

خو ده زياته کړه چې د نړۍ نور هېوادونه باید پر دې ډاډمن شي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو پروګرام پر مخ نه وړي.

ښاغلي کیري وویل، له ایران سره د امریکا د مخالفتونو له منځه وړل به يو څه وخت ونیسي.

خو ده ټینګار وکړ چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې دواړو خواو د لومړي ځل لپاره یو له بل سره اوږدې خبرې کړې دي.

جان کېري زياته کړه د سيمې سوله او ثبات زموږ د اوږد مهال تر ټولو لويه هيله ده او د مخالفتونو لرې کول وخت ته اړتيا لري.

ده وويل له ايران سره يې له تېرو څه دپاسه درې لسيزو راهيسې خبرې نه دي کړي، خو د تېرې يوې نيمې ورځې خبرې يې په ۳۰ کلونو کې تر ټولو اوږدې خبرې وې.

''موږ یو له بل سره له تېرو پنځو دېرشو کلونو راهیسې خبرې نه کوو. خو په تېرو دېرشو ساعتونو کې مو د تېرو دېرشو کلونو پرتله یو له بل سره زیاتې خبرې وکړې''.

د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون، چې د دغو خبرو مشري يې کوله وويل، په لسو ورځو کې بيا سره جرګه کېږي.

خو ميرمن اشټون وويل چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

"يو څه پرمختگ شوى دى، لومړنۍ مسوده جوړه شوې خو موږ يې نه منو ځکه چې ځينې پوښتنې په کې داسې دي چې قانع کووونکى ځواب نه لري. موږ هڅه کوو پر دې وغږېږو. يو څه، پرمختللي يو"

د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف چې له مېرمن اشټون سره يو ځای يې له غونډې وروسته خبري کنفرانس ته وينا کوله وويل د خبرو له پايلو نه دی نهيلی شوی:

''طبعي ده چې کله په تفصيل سره خبرې پيلېږي نو بېلابېل نظرونه به مخې ته راځي، موږ د دې تمه کوله. زه هېڅ نهيلى نه يم، دا وروستۍ غونډه چې نن سهار يوې بجې پورې يې دوام وکړ يوه ښۀ غونډه''.

نړيوال ځواکمن هېوادونه اندېښمن دي چې تهران د اتومي وسلو جوړولو تکل لري، خو ايران وايي د دوی دغه پروګرام سوله ييز دی.

ورته مطالب