فلپين ته د مرستو رسولو بېړۍ روانې شوې دي

Image caption ويره ده چې په دغه توپان کې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان وژل شوي وي

وروسته له هغه چې په فلپين کې يوه زورور توپان بې سارې ويجاړي رامنځته کړه، د امريکا او برتانيا مرستندويه بېړۍ د ملګرو ملتو په غوښتنه، دغه هېواد ته روانې شوې دي.

امريکا يوه بېړۍ وړونکې او سمندري بېړۍ او برتانيا بيا یوازې د سمندري ځواکونو يوه بېړۍ فلپين ته استولي دي.

ويره ده چې په دغه توپان کې به شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان وژل شوي وي او زرګونه ژوندي پاتې کسان بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

د فلپين ولسمشر د دغه افت له امله په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په يوه ويناپاڼه کې ده ويلي، چې د لايتي او سامار ولايتونه سخت ځپل شوي او ډېره ويجاړي په کې رامنځته شوې ده.

د نړيوالو مرستې پيل شوي، خو د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي هغو سيمو ته ځان ورسوي، چې د توپان له امله يې لارې پرې شوې دي.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون د توپان د اغيزو تصويرونه ''زړه ماتوونکي'' بللې دي.

ښاغلي بانکي مون ويلي چې ملګري ملتونه د بشري مرستو لپاره لوی پلان په پام کې لري او ۲۵ ميليونه ډالره يې د مرستو رسولو هڅو ته بېل کړي دي.

دی وايي: ''توپان زرګونه کسان وژلي او شاوخوا ۱۰ ميليونه نور يې اغيزمن کړي دي. راځئ چې ټول په دې اړينو شيبو کې د فلپين له خلکو سره يووالی وښيو''.

د جمعې په ورځ د هيان په نوم زورور توپان د فلپين ساحلي ولايتونه لايتې او سامار سخت وځپل، او بيا د لويديځ په لوري ورغی او د فلپين شپږ مرکزي ټاپوګان يې جارو کړل.

مرستندويه ډلې

توپان ځپلو سره د مرستې په موخه د خیریه او نورو نړيوالو ټولنو ترڅنگ سيف د چلدرين موسسه هم سيمې ته رسيدلې.

په پلازمينه مانيلا کې د دغې موسسې يوه غړي نېد اولني له بي بي سي سره په مرکه کې وويل تر ټولو لومړنى کار يې خلکو ته د خوړو رسول دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مرستو رسولو د لارو چارو په اړه انديښمن دي ځکه چې لا هم داسې کلي شته چې څوک ورته نه رسیدلي او نه ورسېدلی شي خو موږ خپلې مرستې ګړندې کړي.

سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي په سلگونو کسان د تکلوبان ښار هوايي ډگر کې چې خپله هم سخت زيانمن شوى راټول شوي دي چې د الوتکو له لارې له ښاره ووځي .

توپان اوس ويتنام ته مخه کړې او شپږسوه زره کسان له شمالي ولايتونو څخه نورو خوندې ځايونو ته لېږدول شوي دي .

د رپوټونو له مخې تراوسه پورې دغلته څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې له توپان څخه يې د تېښتې هڅه کوله.

د بي بي سي د هوا پېژندنې مرکز وايي اټکل کوي چې د دوشنبې په ماسپښين توپان د ويتنام د پلازمينې هانوي جنوبي برخې وځپي.

ورته مطالب