اسراييلو د نويو ميشت ځايونو جوړولو پلان ځنډولی

Image caption د فلسطين او اسرايیلو ترمنځ د سولې خبرو د ځنډيدو تر ټولو لوی لامل د يهودی ميشت ځایونو جوړول دي

د اسراييلو لومړي وزير د کور جوړولو وزير ته لارښوونه کړې، چې په لويديځه غاړه کې د ۲۰زرو نويو کورونو جوړولو د پلان په اړه له سره فکر وکړي.

بنيامن نتنياهو ويلي دغه طرحه چې د اسراييلو د کور جوړولو وزير اعلان کړې: ''له نړيوالې ټولنې سره اسراييل په غير ضروري ډول په تقابل کې کېباسي، په داسې حال کې چې اسراييل هڅه کوي نړیواله ټولنه ايران ته ولمسوي''.

تر دې وړاندې امريکا ويلي و، چې په قبضه شوې سيمه کې د يهودي ميشت ځايونو جوړولو په اړه ''ژوره اندېښنه'' لري.

فلسطينيانو هم ويلي، که اسراييل د کورونو جوړولو ته ادامه ورکړي، ملګرو ملتو ته به شکايت وکړي او خبرداری يې ورکړی، چې دا به د سولې خبرې ناکامه کړي.

راپورونه وايي، چې د اسراييلو د کور جوړولو وزارت د لومړي وزير دغه غوښتنه منلې ده.

په تېرو څو ورځو کې د اسراييلو لومړي وزير په جنيوا کې له ايران سره د اتومي لانجې پر سر د موافقې په اړه خبرداری ورکړی و.

ايراني چارواکي اسراييل تورنوي، چې هڅې کوي له ۵+۱ هېوادونو سره کومې موافقې ته ونه رسېږي.

ژوره اندېښنه

د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس وړاندې خبرداری ورکړی و، که اسراييلو د مېشت ځايونو جوړولو ته دوام ورکړي له اسراییلو سره د سولې خبرې به چې اوس په ټپه ولاړې دي، په بشپړ ډول ناکامې شي.

امريکا هم په لويديځه غاړه کې د نويو يهودي ميشت ځايونو جوړولو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي ویلي دي، چې امريکا په دې اړه له اسراييلو ''نور توضيحات'' غوښتي دي.

څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري ټنګار وکړ، چې امريکا د نورو يهودي ميشت ځايونو جوړولو په تړاو د اسراييلو اقدامات ''غيرمشروع'' بولي.

د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې خبرې د سږکال په دوبي کې له سره پيل شوې، چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې د يهودي ميشت ځايونو د جوړولو له امله په ټپه درېدلې وې.

ورته مطالب