جان کېري: پر ايران تازه بنديزونه تېروتنه ده

Image caption ښاغلی کيري وايي بنديزونه بايد په موقت ډول ودرول شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په اوسنيو حالاتو کې د کانګرس له لوري پر ایران د تازه بنديزونو لګول، يوه تېروتنه بولي.

تر دې وړاندې د امريکا کانګرس ويلي چې دوی غواړي د تهران د اتومي پروګرام له امله پر ايران تازه بنديزونه ولګوي.

ټاکل شوې ښاغلی کېري نن د امريکا مشرانو جرګې ته ولاړ شي او له ايران سره د ۵+۱ هېوادونو د خبرو په اړه وروستی راپور سناتورانو ته وړاندې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي په خبره ښاغلی کېري په داسې حال کې چې خبرې روانې دي د دا ډول طرحې تصويب يوه تېروتنه بولي او له کانګرس نه غواړي چې په موقت ډول هيڅ بنديزونه پر ايران ونه لګوي.

مېرمن ساکي پرون په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل: ''د بهرنيو چارو وزير به په مشخص ډول دا ووايي چې پر ايران د تازه بنديزونو لګول يوه تېروتنه ده. او هغه څه چې موږ يې اوس په لټه کې يو هغه په موقت ډول د بنديزونو درول دي''.

بل خوا سپينې ماڼۍ د امريکا کانګرس ته خبرداری ورکړی چې د ايران د اتومي پروګرام پر سر د دپلوماتيکو هڅو د بې اغېزې کېدو په صورت کې ولسمشر اوباما سره د څو محدودو لارو یوه پوځي لار ده.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني وويل د امريکا خلک دې ته لومړيتوب ورکوي، چې د ايران اتومي ستونزه په سوله ييز ډول حل شي.

دی وايي امريکايان غواړي دغه جنجال داسې حل شي چې ايران ونه توانېږي اتومي وسلې ترلاسه کړي.

ښاغلي کارني وويل د امريکا خلک د داسې يوه اقدام ملاتړ نه کوي، چې پايله يې جګړه وي.

۵+۱ هېوادونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي له ايران سره د اټومي پروګرام پر سر موافقې ته ډېر نژدې شوې دي.

دغه خبرې په تېرو څو ورځو کې د ايران او د نړۍ د پیاوړو شپږو هېوادونو ترمنځ په جنيوا کې روانې وې.

ښاغلي کېري بي بي سي ته وویل چې پاتې اختلافات دومره لوی نه دي، چې د یوې ممکنه هوکړې مخه ونیسي.

خو ده زياته کړه چې د نړۍ نور هېوادونه باید پر دې ډاډمن شي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو پروګرام پر مخ نه وړي.

ښاغلي کیري وویل، له ایران سره د امریکا د مخالفتونو له منځه وړل به يو څه وخت ونیسي.

خو ده ټینګار وکړ چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې دواړو خواو د لومړي ځل لپاره یو له بل سره اوږدې خبرې کړې دي.

جان کېري زياته کړه د سيمې سوله او ثبات زموږ د اوږد مهال تر ټولو لويه هيله ده او د مخالفتونو لرې کول وخت ته اړتيا لري.

ده وويل له ايران سره يې له تېرو څه دپاسه درې لسيزو راهيسې خبرې نه دي کړي، خو د تېرې يوې نيمې ورځې خبرې يې په ۳۰ کلونو کې تر ټولو اوږدې خبرې وې.

''موږ یو له بل سره له تېرو پنځو دېرشو کلونو راهیسې خبرې نه کوو. خو په تېرو دېرشو ساعتونو کې مو د تېرو دېرشو کلونو پرتله یو له بل سره زیاتې خبرې وکړې''.

د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې کاترين اشټون، چې د دغو خبرو مشري يې کوله وويل، په لسو ورځو کې بيا سره جرګه کېږي.

ورته مطالب