سوماليا د پونټ لنډ سيمه مصيبت ځپلې اعلان کړې

Image caption پونټ لنډ کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ نه ۳۰۰ ته ختلی

د سوماليا حکومت د هېواد په شمال ختيځ کې د پونټ لنډ سيمه چې يوه سخت توپان وځپله، مصيبت ځپلې سيمه اعلان کړې ده.

ناتاييد شوي راپورونه وايي، د توپان له امله د وژل شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ نه ۳۰۰ ته پورته شوی دی.

زرګونه نور ژوندي موجودات مړه شوي او سلګونه کورونه نړيدلي دي.

د سوماليا لومړي وزير عبدي فرح شردون ويلي، په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د نورو سيلاوونو د راوتلو اټکل شوی دی.

د پونټ لنډ سيمه چې له سوماليا سره نيمه خپلواکه ده، زيات اوسېدونکي يې بې وزلي دي.

د سوماليا د کورنیو چارو وزير ويلي، حکومت له ځپل شويو کورنيو سره د يو ميليون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د پونټ لنډ د حکومت پلوي وېبپاڼې د راپور پر بنسټ ويره ده چې دغه توپان ۳۰۰ کسه وژلي وي.

د دوشنبې په ورځ د پونټ لنډ حکومت ويلي و، چې زورور توپان ۱۰۰ کسه وژلي دي.

حکومت په يوه ويناپاڼه کې ويلي: ''د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې کورونه، ودانۍ، کښتۍ او بشپړ کلي ويجاړ شوي دي. ۱۰۰۰۰۰ ژوندي موجودات مړه شوي او لسګونه زره ژوې د خلکو ژوند ګواښي''.

د مرستو او ژغورنې چارې د سړکونو او لويو لارو د خرابېدو له امله ټکنۍ شوې دي.

د پونټ لنډ حکومت وايي، د برېښنا سيستم ګډوډ شوی او د موبايل انتونونه او پايې خرابې شوي او د اړيکو نيول يې خورا ګران کړې دي.

د پونټ لنډ ولسمشر عبدالرحمن پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې مرستې ته ور ودانګي او ځپل شويو ته د هوا له لارې خوراکي توکي ورسوي.

يو عيني شاهد وايي: ''ما د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي ښخ کړل، دلته يخ توپان او باران له ۱۰۰ ډېر کسان ووژل. ما داسې ساړه هېڅکله نه و ليدلي، ځينې کسان باد يوړل او په ځينو خپل کورونه راولوېدل''.

راپورونه وايي، ۶۰ ټنه خوراکي توکي، د څښلو پاکې اوبه او کمبلې په لاريو کې بار دي او هڅه کوي د لارې خرابېدو سره سره يې توپان ځپلو سيمو ته ورسوي.

ورته مطالب