سوري ياغيانو حلب ښار کې د وسلو غوښتنه کړې

Image caption شنونکي په وروستيو څو ورځو کې د حکومتي ځواکونو پرمختګونو ياغيان وارخطا کړي

د ياغيانو يوې جهادي ډلې چې له القاعده سره يو ځای شوې په حلب ښار کې د حکومتي ځواکونو د پرمختګ د مخنيوي لپاره د زياتو خوځنده وسلو غوښتنه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ شپږو نورو اسلامپالو ياغي ډلو هم په حلب کې د وسلو ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

یاغيان دغه غوښتنه وروسته له هغه کوي، چې امنيتي ځواکونو د ښار د هوايي ډګر شاوخوا يو شمېر سيمې ونيولې.

ياغيان وايي حکومتي سرتیرو په تېرو څو ورځو کې د حلب ښار له هوايي ډګر سره نژدې يو بل مهم ستراتيژيک ځای هم نيولی دی.

څېړونکي وايي د حکومتي ځواکونو وروستي پرمختګونه به چې ياغيانو له فبرورۍ مۍياشتې ترلاسه کړي سوري ځواکونو ته لار هواره کړي، چې په حلب کې د مخالفينو د مرکزونو پر لوري حرکت وکړي.

د دې مياشتې په لومړيو کې حکومتي ځواکونو د حلب په جنوب ختيځ کې د سفيرا ښارګوټی ونيوه او د دوشنبې په ورځ يې د تل اران ښارګوټی هم لاندې کړ.

د سوريې حکومتي رسنۍ وايي د چارشنبې په ورځ حکومتي ځواکونو چې د لبنان د حزب الله جنګياليو ملاتړ ورسره و، د دمشق په څنډو کې د حجريه سيمه نيولې ده.

د حکومتي تلويزيون تصويرونه ښيي چې سرتېري له څو ورځو سختو جګړو وروسته په لارو کوڅو کې پلي ګرځي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې راپور وايي، د یاغيانو جهادي ډلې وروسته له هغه د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې حکومتي ځواکونه حلب ته ورغلې لارې او شاوخوا سيمې نيسي.

کتونکي وايي ياغيان ويريږي، چې که حکومتي ځواکونه همداسې پرمختګ ته دوام ورکړي، ښايي د حلب په ګډون يې ډېرې سيمې له لاسه ووځي.

ورته مطالب