امريکا بوکو حرام ترهګره ډله اعلان کړې ده

Image caption پر بوکو حرام تور دی چې په ۲۰۱۱ کال کې یې په ابوجا کې د ملګرو ملتو پر ودانۍ بريد کړی

د امريکا متحد ايالتونو په نايجريا کې د بوکو حرام او انصار الاسلام دوه تندلارې اسلامپالې ډلې د ترهګريزو سازمانونو په لست کې ورزياتې کړې دي.

د امريکا د قانون له مخې اوس د دغو ډلو مالي او سياسي ملاتړ جرم ګڼل کېږي.

دغه ډلې په نايجريا کې د اسلامي شريعت د پلي کولو لپاره مبارزه کوي او د يو شمېر مرګونو بريدونو په کولو تورنې دي.

په نايجريا کې د بي بي سي خبريال وايي داسې نه برېښي چې د بوکو حرام او انصار الاسلام ډلې دې له دغې پرېکړې اغيزمنې شي، ځکه دوی پخپله په نایجريا کې ځان ته پيسې ټولوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دغه اعلان په ترڅ کې دغه اقدام د اورپکۍ د جرړو وېستلو لپاره یو اړين ګام وباله.

له دغه اعلان وروسته د نايجريا په شمال کې فعاله ډله بوکو حرام او له دې یوه بله زېږېدلې ډله انصار الاسلام د ترهګرو ډلو په نوملړ کې راغلې.

بوکو حرام چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې په فعاليت بوخته ده وايي، غواړي په نايجريا کې اسلامي قانون پلی کړي او په دې ترڅ کې يې په دغه هېواد کې پوځي او ملکي تاسيسات په نښه کړې دي.

پر دغې ډلې تور دی چې په ۲۰۱۱ کال کې یې په پلازمېنه ابوجا کې د ملګرو ملتو پر ودانۍ بريد کړی و، چې ۲۴ کسه په کې ووژل شول.

د انصار الاسلام ډله وروسته له هغه خلکو وپېژنده چې په ۲۰۱۲ کال کې يې يوه ويډيو خپره چې د ډلې غړو په کې د مسلمانانو په ننګه پر لويديځوالو د بريدونو هوډ ښوولی وو.

تر دې مخکې د امريکا متحد ايالاتو د بوکو حرام ډله د نايجريا يوه کورنۍ ډله بلله، چې يوازې دغه هېواد ته يې ګواښ متوجه و.

خو په تېرو دريو کلونو کې د دغې ډلې بريدونو نړیواله بڼه خپله کړې او ښايي همدا لامل وي چې امريکا نوی ګام پورته کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼې ويلي، د ترهګرو ډلو په نوم د دغو ډلو پېژندل يوازې يوه وسیله ده او د نايجريا حکومت بايد د دغو ډلو پر وړاندې هر اړخيز ګامونه اوچت کړي.

د نايجريا حکومت د جون په مياشت کې دواړه ډلې ترهګرې اعلان کړې او ګواښ يې وکړ چې له دغو ډلو سره مرسته کوونکي به د لږترلږه ۲۰ کلونو لپاره زنداني کړي.

ورته مطالب