عراق کې چاودنو ۴۰ شیعه زیارت کوونکي وژلي

په عراق کې پر شیعه زیارت کوونکو بمي بریدونو کې نږدې ۴۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دا بریدونه د عاشورا په مراسمو کې چې د شیعه ګانو ترټولو ستر مذهبي مراسم ګڼل کیږي تر سره شول.

د دیالا ولایت په السعدیه ښار کې د عاشورا په مناسبت لاریون پرمهال ځانمرګي برید کې دیرش تنه ووژل شول.

او د بغداد سویل ته د حفاریة ښارګوټي چارواکي وايي په دوو هم مهالوچاودونو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

تېره ورځ په ورته چاودنه کې چې موخه یې پولیس او شیعه زیارت کوونکي وو ۲۰ تنه ووژل شول.

داسې ګومان کېږي چې په مراسمو کې د ګدون لپاره به نژدې دوه میلیونه شیعه ګان د کربلا میدان ته لاړ شي.

په روان کال کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ تاوتريخوالی زیات شوی دی، چې له ۲۰۰۸م کال را هیسې یې کچه لوړه ده.

د ملګرو ملتونو په وینا په روان کې د تاوتریخوالي له امله نژدې ۶۵۰۰ ملکي عراقیان وژل شوي دي. دغه سازمان وايي یوازې په اکتوبر میاشت کې د ۱۵۸ پولیسو په ګډون ۹۷۹ کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د سوریې کورنۍ جګړه هم په عراق کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي سبب ګرځېدلې. د عراق او شام اسلامي حکومت په نامه یوه سوني ډله چې په سوریه کې یې فعالیت کاوهّ اوس یې نښې په عراق کې هم لیدل شوي.

ورته مطالب