د چين اصلاحات: ټاکل شوې د يوه ماشوم لرلو تګلاره نرمه شي

Image caption د يوه ماشوم تګلاره تر ډېره په چين کې د ټولنيزې ستونزو لامل شوې ده

د چين دولتی رسنۍ وايي ټاکل شوې د دغه هېواد حکومت هغه تګلاره نرمه کړي چې ډېری ميندو پلرونو ته له یوه زيات ماشوم لرلو اجازه نه ورکوي.

شينهوا خبري اېجنسۍ ويلي په راتلونکي کې به د هغو کورنيو مېړه اوښځه د دوو ماشومانو لرلو اجازه ولري، که يو يې له خپلو مور او پلار د کورنۍ يوازينی ماشوم وي.

د يو-ماشوم تګلاره له وړاندې د کليوالو سيمو پر اوسېدونکو او توکميزو لږکيو نه پلې کېده.

دغه ګام د واکمن کمونست ګوند مهم جوړښت چې د پرېکړې څښتن بلل کېږي، د دې اوونۍ له غونډې وروسته پورته کېږي. په نورو اصلاحاتو کې د هغې قاعدې لغوه کول هم دي چې د "کار ګرو پنډغالو کې د بيا پوهنې او روزنې" چاره بلل کېده.

د پنډغالو دغه شبکه چې نيمه پېړۍ مخکې جوړه شوې زرګونه بنديان په کې ساتل کېږي.

د پوليسو اداره د دې ځواک لري چې له قانون سرغړوونکي کلونه له محاکمې پرته دغو پنډغالو کې بنديان کړي.

د چين مشرانو له دې مخکې هم غوښتل چې دغه سيستم کې اصلاحات راولي.

شينهوا ويلي دغه پرېکړه چې له مخې يې د اجباري کار پنډغالي له منځه يوسي د هغو "هلو ځلو يوه برخه ده چې له مخې يې بشري حقونو او قضايي فعاليتونو کې ښه والی راشي."

په بېجينګ کې د بي بي سي خبرياله سيليا هټن وايي ډېری دغه بدلونونه له وړاندې د دغه هېواد په ځينو برخو کې ازمويل شوي دي.

خصوصي شرکتونه

د ولسمشر شي جينپېنګ تر مشرۍ لاندې، چې تېر کال واک ته رسېدلی، د کمونست ګوند درېيمې عمومي غونډې د اقتصادي اصلاحاتو اعلان هم کړی دی.

په دوديز ډول د اصلاحاتو اټکل له درېيمې عمومي غونډې وروسته کېږي، ځکه نويو مشرانو ته داسې کتل کېږي چې پر واګو د کنټرول لپاره يې وخت لرلی وي.

د سې شنبې پر ورځ چې کله غونډه پای ته ورسېده، د چين مشرانو ژمنه وکړه، ازاد بازار به په اقتصاد کې لا ستر رول لوبوي او بزګران به پر خپلو مځکو د ملکيت لا ستر حقونه لري.

دولتي شرکتونه به اړ وي چې حکومت ته لا ډېرې ګټې ورکړي، په داسې حال کې چې خصوصي شرکتونو ته به په اقتصاد کې لا ستر رول ورکول کېږي.

دواړه، د سود کچې او هم د يوان پيسو ازاده تبادله، به له لا پرانيستی چاپېريال برخمن وي. لا ډېرې بهرنۍ پانګونې ته به لار پرانيستل کېږي.

د وړو بانکونو او داسې مالي موسسو شمېر به زياتېږي چې پانګه يې له خصوصي اړخه برابره شوې وي.

شينهوا د کمونست ګوند اعلاميې له مخې چې د جمعې پر ورځ خپره شوې، ويلي د يوه ماشوم لرلو تګلاره به "په چين کې د وګړيو شمېر اوږدمهاله او متوازن پرمختګ ټينګښت لپاره ګام په ګام برابره او ښه شي".

چين د يوه ماشوم تګلاره د وګړيو شمېر ګړندۍ ودې کابو کولو په موخه د ۱۹۷۰ کلونو په ورستيو کې وړاندې کړه.

خو خبريالان وايي دغه تګلاره په زياتېدونکي ډول د خلکو ترمنځ نوم بدې شوې ده.

دغه تګلاره په ټوله کې په ډېره کلکه توګه پلې کېده، که څه هم د توکميزو لږکيو په ګډون ځينې ترې له وړاندې خوندي وو.

د تګلارې له مخې بايد په ځينو ښارونو کې د ميندو پلرونو جوړې دواړه يې د خپلو کورنيو يوازيني ماشومان وي، چې د دوهم ماشوم اجازه ولرلی شي.

په کليوالو سيمو کې هغه کورنۍ چې لومړی ماشوم يې نجلۍ وي، دوهم ماشوم زېږولی شي.

د حقونو ټولنې وايي دغه قانون د دې معنا لرلې چې ځينې مېرمنې په زوره د ماشوم زيانمنولو ته اړ کړی شوې، خو بېجينګ دا خبره ردوي.

په دوديز ډول د هلکانو غوره ګڼلو هم د جنسيت (ښځينه-نارينه) ناانډولي رامنځته کړې، ځکه ځينې جوړې د جنس غوره کولو له مخې د ماشوم زيانمنولو ته مخه کوي.

ټولنپوهان وايي د روانې لسيزې تر پايه به چين ۲۴ مليون "اضافه نارينه" ولري، چې د دغه هېواد جنسيتي ناانډولۍ له مخې به نه توانېږي مېرمنې ومومي.

د لسيزو مودې اوږدو کې د وګړيو شمېر زياتوالي وروسته، د چين کاري عمر وګړيو شمېر په دې وروستيو کلونو کې په کمېدو پيل کړی دی.

تر ۲۰۵۰ کال پورې به د دغه هېواد د ټولو وګړيو څه د پاسه څلورمه برخه څه د پاسه ۶۵ کاله عمر ولري.

ورته مطالب