ترکي پارلماني ښځینه غړو ته د 'پتلون' اغوستلو اجازه

Image caption وړاندې پارلمان د هغې وکیلې غوښتنه رد کړې وه، چې د پارلمان د ننه یې د پنتلون اغوستلو غوښتنه کړې وه.

ترکي پارلمان خپلو ښځینه وکیلانو ته د تالار د ننه د پتلون اغوستلو اجازه ورکړې ده.

وړاندې پارلمان ښځینه وکیلانو ته د مجلس د ننه د حجاب کولو اجازه ورکړې وه.

دا پرېکړه وروسته تر هغه د وکیلانو د زیاترو مثبتو رایو په ورکولو وشوه، چې د واکمن ګوند عدالت او پراختیا او نورو ګوندونو له خوا یې ملاتړ شوی و.

تېره میاشت یوې وکیلې شفق پاوي د پارلمان د ننه د پارلمان له خوا د ښځينه جامو په اړه پر سیستم نیوکه کړې وه.

پاوي چې یوه پښه یې مصنوعي ده، وړاندې یې پارلمان د پنتلون اغوستلو غوښتنه رد کړې وه.

په تېر اکتوبر میاشت کې د ترکې د پارلمان تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عدالت او پراختیا ګوند څلور ښځينه وکیلانې پارلمان ته له حجاب سره یوځای راغلې.

د حجاب لرونکو وکیلانو ملاتړو پر حجاب بندیز ليرې کېدل یو مثبت ګام بللی دی.

خو مخالفینو یې دا د "سیکولر جمهوریت د اصولو" سرغړونه بللې ده.

پاوي په ۲۰۱۲ کال د پارلمان غړې شوه.

ورته مطالب