م.م وايي ايران د اټومې وړتيا ډېرول درولي

Image caption د ملگرود ملتونو د اټومي ادارې ددغه رپوټ پربنسټ د ايران په اټومي چارو کې د پاملرنې وړ کمښت راغلى.

د ملگرو ملتونو اټومي اداره وايي ايران په ځانگړي توگه د يورانيمو د پخولو خپله وړتيا تېرو درو مياشتو کې درولې ده.

پر ايران د ملگرو ملتونو د اټومي ادارې دا وروستى رپوټ له هغه راهيسې چې حسن روحاني د ايران ولسمشر شو لومړى هغه دى.

پر ايران شک کېږي چې گواکې د اټومي وسلو د جوړولو خپله وړتيا ډېروي، هغه څه چې تهران يې ردوي.

د ملگرود ملتونو د اټومي ادارې ددغه رپوټ پربنسټ د ايران په اټومي چارو کې د پاملرنې وړ کمښت راغلى.

رپوټ وايي د اگست راهيسې ايران د يورانيمو د پخولو لپاره د سنتري فيوژ څلور نوي ماشينونه لگولي دي چې د هغو ١٨٠ ماشينونو په پرتله چې دوبي کې يې لگولي و خورا لږ دى.

رپوټ دا هم وايي چې په لوړه کچه د ايران د پخوشويو يورانيمو په زيرمو کې هم ډېر کم ډېروالى راغلى دى.

د پخو شويو يورانيمو دغه زيرمه له ٢٥٠ کيلوگرامو څخه چې د يوه بم جوړولو لپاره اړينه ده لږ ده.

تهران وايي اټومي پروگرام يې په بشپړ ډول سوله ييزې موخې لري.

د ايران دا وروستى گام ښايي راتلونکې اونۍ د ايران او د نړۍ له شپږو ځواکونو سره د نويو خبروپه درشل کې د باورد جوړولو يوه هڅه وي.

پر ايران د اسراييلو شک

بل خوا، د اسراييلو لومړي وزير بنیامین نتنیاهو ويلي، پردې شک لري چې ايران دې تېرو دريو مياشتو کې د خپلې اټومي وړتيا ډېرول درولى وي.

Image caption ښاغلى کيري غواړي کانگرېس وهڅوي چې پرداسې يو مهال چې خبرې ر وانې دي د ايران پرضد نوي بنديزونه ونه لگوي.

ښاغلى نتنياهو وايي د تهران پر هڅو له دې کبله باور نه لري چې په وينا يې لا له وړاندې ايران د اړتيا ترکچې پورې خپله اټومي وړتيا ډېره کړې ده.

د اسراييلو لومړى وزير وايي ايران د سنتري فيوژ کافي ماشينونه او کافي تاسيسات لري چې هغه توکي توليد کړي چې اټومي بم جوړولو لپاره اړين دي.

دايران د اټومي پروگرام په اړه دغه پرمختياوې داسې مهال راځي چې د امريکا د بهرنيو چارووزير جان کيري ويلي دي چې له ايران سره پر اټومي پروگرام يې د موافقې په پايله کې به د ايران د شتمنيو يوه لږاندازه د کنگل له حالته ووځي.

ښاغلى کيري غواړي کانگرېس وهڅوي چې پرداسې يو مهال چې خبرې ر وانې دي د ايران پرضد نوي بنديزونه ونه لگوي.

ورته مطالب