د لاهې محکمه له لیبیا سیف الاسلام غواړي

سیف الاسلام
Image caption د سیف الاسلام یوه مدافع وکیل ویلي که موکل يې نړیوالې جنايي محکمې ته ونه سپارل شي نو کیدای شي اعدام شي.

په لاهه کې نړیوالې جنايي محکمې له لیبیايي چارواکو غوښتي چې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي وروسپاري، چې د بشري ضد جرمونو په تور محاکمه کړل شي.

د لاهای محکمې څارنوالې واتو بنسوده د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غوښتنه کړې چې د لیبیا پر حکومت فشار راوړي چې سیف الاسلام په هالند کې نړیوالې جنايي محکمې ته وسپاري.

دلیبیا چارواکي ټینګار کوي چې سیف الاسلام په لیبیا کې د دې هېواد د قوانینو په رڼا کې محاکمه شي، خو د نړیواله جنايي محکمه شک کوي چې نوموړی به په لیبیا کې په عادلانه توګه محاکمه شي.

د سیف الاسلام یوه مدافع وکیل ویلي که موکل يې نړیوالې جنايي محکمې ته ونه سپارل شي نو کیدای شي اعدام شي.

په ملګرو ملتونو کې د لیبیا سفیر ابراهیم الدباشي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ویلي هیواد یې د سیف الاسلام د محاکمې په اړه له نړیوالې جنايی محکمې سره همکاري کوي خو که سیف الاسلام له لیبیا بهر یوړل شي نو کیدای شي لیږدول یې په لیبیا کې د ګډو وډۍ لامل شي.

ورته مطالب