راولپنډۍ کې فرقه يي شخړو ۸ کسه وژلي دي

Image caption ګرځبنديز د نومبر د ۱۶مې د شپې تر ۱۲ بجو پورې لګېدلی دی

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نژدې د راولپنډۍ په ښار کې د عاشورا پر ورځ د فرقه يي شخړو له امله لږترلږه ۸ کسه وژل شوي او له ۴۰ زيات نور ټپيان دي.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ له دغې نښتې وروسته په راولپنډۍ ښار کې په ګرځېدو بندېز لګېدلی دی.

ځيني ناتاييد شوي راپورونه وايي شخړه هغه مهال رامنځته شوه، چې شيعه ګانو د سنيانو د يوه جوماته دوه تنه راوويستل او په وهلو وهلو يې مړه کړل.

راپورونه وايي شيعه ګانو له دې امله دغه کسان مړه کړي، چې د دوی په خبره شيعه کانو ته يې بد رد ويلي دي.

همدا د سنيانو او شيعه ګانو ترمنځ د را ټوکېدلې شخړې لامل بلل کېږي.

د پاکستان حکومتي تلويزيون د پنجاب د حکومت له قوله ويلي، چې دغه ګرځبنديز يې په سيمه کې د تاوتريخوالي د خورېدو د مخنيوي لپاره وضع کړی دی.

د پنجاب د حکومت وياند ويلي، چې ګرځبنديز د ۲۴ ساعتونو لپاره لګول شوی او د نومبر د ۱۶ نېټې د شپې تر ۱۲ بجو به نافذ وي.

د پاکستان حکومتي راډيو خبر ورکړی، چې د تاتريخوالي په پايله کې د رختونو او جامو مارکېټونو ته اور اچول شوی او د حالاتو د کابو کولول لپاره پوځ غوښتل شوی دی.

په راولپنډۍ ښار کې يوه عيني شاهد بي بي سي ته پر ټيليفون ويلي چې له کوره بهر چاته د وتو اجازه نه ورکول کېږي او ده په خپله کوڅه کې پوځيان ليدلي دي.

د ژغورنې يوې ډلې بي بي سي ته ویلي چې دوی د پېښې له ځايه اووه جسدونه او زيات ټپيان روغتون ته رسولي دي.

د کراچۍ بريدونه

د تېرې پنجشنبې په ورځ (۱۴، نومبر) د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د شيعه ګانو په دوو تکيه خانو د دريو بمي بريدونو په پایله کې ۱۵ کسه ټپيان شوي دي.

بل خوا پوليسو په همدې ښار کې په جلا پوځي عملياتو کې د شپږو مشکوکو تندلارو د وژلو ادعا کړې ده.

Image caption د پنجشنبې په ورځ کراچۍ ښار کې هم فرقه يي تاوتريخوالي اته کسه ووژل

پر تکيه خانو دغه بريدونه داسې مهال کېږي، چې حکومت د محرم مياشتې لپاره سخت امنيتي تدابیر نیولي دي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبريال وايي لومړۍ چاودنه په ناظم اباد کې له یوې تکيه خانې بهر په ولاړ موټر کې شوې، چې په پايله کې يې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسه ټپيان شوې دي.

دغه چاودنه د شپې شاوخوا نهه بجې شوې او له چاودنې وروسته پوليسو او خبريالانو ځانونه سيمې ته رسولي دي.

له لومړۍ چاودنې شاوخوا نيم ساعت وروسته پر همدې ځای دويمه چاودنه وشوه، چې لومړۍ چاودنې ته راغلي ۱۱ پوليس او خبريالان يې ټپيان کړل.

مشکوک تندلاري

د بمونو شنډولو ډله وايي چې دواړه چاودنې د ريموټ کنټرول پر مټ شوې دي.

دريمه پېښه د کراچۍ ښار په شمالي برخه کې شوې او په يوه تکيه خانه د لاسي بم په پايله کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

بل خوا د کراچۍ د پوليسو چارواکي ادعا کوي، چې امنيتي ځواکونو د پوځي عملياتو پر مهال شپږ مشکوک تندلاري وژلي دي.

دوی وايي په دغه بريد کې درې پوليس هم ټپيان شوې دي.

پوليس وايي د ډزو تبادله هغه مهال وشوه چې پوليسو د څو مشکوکو کسانو يوه ډله ودروله.

دوی وايي وژل شوي د لشکر جنګوي ډلې سره تړاو لري او دغه پېښه له سمندر سره نژدې سيمه کې شوې ده.

ورته مطالب