د لیبیا ملېشو ډزو کې ۳۱ کسان وژل شوي

Image caption دی زیاتوي چې "ټول لاریونیان بې وسلې وو او د "لیبیا" نارې یې وهلې".

د لیبیا پلازمېنې طرابلس کې وسله والو احتجاج کوونکو د هغې ملېشې پر مرکز د یرغل کولو هڅې کړې، چې پر یوه سوله ییز لاریون یې ډزې وکړې.

په یوه یوه مخکیني برید کې ویل کېږي، چې ۳۱ کسان وژل شوي او نښتو کې له ۲۳۵ ډېر کسان ټپیان دي.

د لیبیا لومړي وزیر له طرابلسه د ټولو وسله والو ملېشو د وتلو امر کړی.

سلګونه کسان د طرابس جنوبي الغرغور سیمه کې راغونډ شوي وو او پر دغه سیمه یې د ملېشو د کنټرول پرضد احتجاج کړی و.

تر پېښې څو ساعته وروسته، وسله والو پر راغونډو شویو خلکو ډزې وکړې.

د لیبیا حکومت له هغو وسله والو ملېشو سره لاس او ګرېوان دي، چې د هېواد پر زیاترو برخو واک لري.

په تازه نښته کې له خونړۍ پېښې وروسته حکومت د سم لاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

د لیبیا د کلتور وزیر حسن الامین په یوه ویناپاڼه کې ویلي "له ټولو وسله والو ډلو مو غوښتنه دا ده چې اوربند وکړي چې په دې سره حکومت پلازمېنه کې د ژر تر ژره ارامۍ لپاره ګام واخلي".

خو په طرابلس کې د بي بي سي خبریاله رنا جواد وايي، داسې جزییات نه شته، چې ګني حکومت د ملېشو د تیت پرک کولو نیت لري.

ولسي وګړو د هغو ملېشو د تیک پرک او ړنګولو غوښتنه کړې، چې د ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال یې فعالیت او واک ډېر شوی دی.

لنډمهالي حکومت طرابلس کې د ملېشو د منحلولو لپاره د روان ۲۰۱۳ کال پای ضرب الاجل ټاکلی و.

زیدان رویټرز ته ویلي "لاریون سوله ییز و او د کورنیو چارو وزارت اجازه ورکړې وه. خو کله چې لاریونیان الغرغور کلي ته ننوتل، ملېشو ډزې پرې وکړې".

د طرابلس د سیمه ییزې شورا مرستیال سادات البدري، چې د لاریون په لومړیو کې هلته حاضر و، ویلي چې لاریون سوله ییز و، خو ټولو ملېشو د خپلو ټوپکو خولې هلته زمو له رسېدو سره سم "پر موږ راواړولې او ان د آر پي جي ډزې یې هم راباندې وکړې".

دی زیاتوي چې "ټول لاریونیان بې وسلې وو او د "لیبیا" نارې یې وهلې".

ورته مطالب