مالدیپ کې د ولسمشر‎ۍ ټاکنو دویم پړاو

Image caption مالدیپ کې د ننه ۴۷۵ ټاکنیز مرکزونه جوړ شوي.

مالدیپ کې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو د شنبې په ورځ پیل شوی دی.

دغه پړاو څو ځلې څنډول شو دی.

تېره اونۍ هم سترې محکمې د ټاکنو پړاو د سپتمبر شپاړسمې ته ځنډولی و.

د ټاکنو نننی پړاو په ځايي وخت پر اووه نیمو بجو پیل شو، چې د شپې تر اتو بجو او دېرشو دقیقو پورې به دوام ومومي.

د ټاکنو په دغه پړاو کې به ۲۳۹ زره وګړي خپلې رایې واچوي.

دغو ټاکنو ته د هندي سمندر پر ځنډه پراته د دغه هېواد ټاکنو ته دوه کسان کاندیدان دي.

د مخالف لوري مشر او مخکنی ولسمشر محمد نشید په تېر پړاو کې ډېرې رایې خپلې کړې وې.

نشید په سلو کې ۴۷ رایې ګټلې وې، خو د ټاکنیز کمیسیون له لوري د پنځوس سلنې رایې یې ونه شوای ګټلی.

۴۶ کلن نشید په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال په دیموکراتیک ډول د مالدیپ ولسمشر شو.

پر دغه هېواد ټیک درې لسیزې دیکتاتوري نظام واکمن و.

خو تېر کال نشید د لاریون کوونکو د فشار او یاغي شویو پولیسو او افسرانو تر غوسې ښوولو وروسته استعفا وکړه.

Image caption د مالدیپ ټاکنو ته محمد نشید او عبدالله یمین ولاړ دی.

خو د هغه ټاکنیز سیال عبدالله یمین، چې د هېواد د پخواني ولسمشر مامون عبدالقیوم ناسکه ورور دی، یوڅه وروسته پاتې دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د ټاکنیز کمیسیون د یوې چارواکې عائشې ریما له قوله ویلي چې "د ټاکنو بهیر مالدیپ کې د ننه او هغو بهرنیو پلازمېنو کې پیل شوی، چې مالدیپیان په کې اوسېږي".

هغه زیاتوي چې ګڼ رای ورکوونکي په کتارونو کې ولاړ دي.

مالدیپ کې د ننه ۴۷۵ ټاکنیز مرکزونه جوړ شوي.

ورته مطالب