سريلانکا د برتانیا د څېړنې غوښتنه رد کړه

Image caption خبریالان وايي ولسمشر ماهیندرا راجاپاکاسا له دې امله ستايل کېږي چې ۲۶ کلنه شخړه يې پائ ته ورسوله.

د سريلانکا حکومت د برتانیا د صدراعظم ډېوېډ کېمرون هغه غوښتنه رد کړې چې وايي په سریلانکا کې دې له کورنۍ جګړې وروسته له بشري حقونو نه د ادعا شویو سرغړونو په اړه نړیواله څېړنه وشي.

ښاغلي کېمرون له ولسمشر ماهیندرا راجاپاکاسا نه غوښتنه کړې وه چې یوې خپلواکې څېړنې ته زمینه برابره کړي، که نه نو د ملګرو ملتونو له خوا به له څېړنو سره مخامخ شي.

په همدې حال کې یوه دولتي وزیر بسل راجاپاکاسا ویلي چې په سریلانکا کې به د ده په ژبه دغسې یوه څیړنه ته بې له شکه اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړی چې د ولسمشر راجاپاکاسا ورور هم دی رسنیو ته ویلي چې ولې دغسې یوې څېړنې ته په خپل هېواد کې اجازه ورکړي.

ادعا کېږي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د کورنۍ جګړې په پای کې د تامیلیانو له بشري حقونو نه سرغړونې شوې دي.

بشري حقونه

د سریلانکا حکومت د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په هکله خپله څېړنه کوي، خو دا خبره ردوي چې ګواکې له تامیل پړانګانو سره د وروستۍ جګړې په پای کې ملکي خلک هم وژل شوي.

د سریلانکا ولسمشر وايي په هېواد کې یې د جګړې پای د سولې، ثبات او ښه ژوندانه سبب شوه.

خو په سریلانکا کې د همګټو هېوادونو له سرمشریزې دمخه په پلازمېنه کولامبو کې له رسنیو سره په خبرو کې د برتانیا صدر اعظم ډېوېډ کېمرون وویل د سریلانکا له ولسمشره یې غوښتي چې له بشري حقونو نه د سرغړونو د ادعاوو او روغې جوړې د موضوګانو په اړه چټک او پراخ ګامونه پورته کړي.

له ولسمشر راجاپاکاسا سره په یوې غونډې کې ښاغلي کېمرون غوښتنه وکړه چې د مارچ تر میاشتې دې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه یوې باوري، شفافې او خپلواکې څیړنې ته زمینه برابره کړي کنه نو دی به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا فشار واچوي چې په دې برخه کې یوه نړیواله څېړنه ترسره کړي.

د برتانیا صدراعظم د جمعې په ورځ د سریلانکا شمالي سیمو ته تللی و، چې له تامیل مشرانو سره وګوري او تر هغه وروسته یې له ولسمشر راجاپاکاسا سره ولیدل.

دا په داسې حال کې ده چې په سريلانکا کې د همګټو هېوادونو سرمشریزه پیل شوې ده.

کاناډا، هند او ماریشیوس په دې سرمشریزه کې له دې امله برخه نه ده اخیستې چې ګواکې سریلانکا په ۲۰۰۹ کال کې د تامیل یاغیانو پرضد وروستۍ جګړه کې د جنګي جرمونو په اړه د شویو ادعاوو د سپیناوي لپاره د خپلواکو څېړنو مخه نیولې ده.

خبریالان وايي په سریلانکا کې سنهالیان چې اکثریت دي، ولسمشر ماهیندرا راجاپاکاسا له دې امله ستايي چې ۲۶ کلنه شخړه يې پای ته ورسوله.

ورته مطالب