سنکيانګ کې ۹ بريدګر او ۲ پوليس وژل شوي دي

Image caption د سنکيانګ ایالت ۹ ميليونه وګړي مسلمانان دي او تر څنګ يې هان توکمه ژوند کوي

د چين حکومتي رسنۍ وايي د هېواد په لويديځ ايالت سنکيانګ کې يې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ۹ بريدګر وژلي دي.

شنهوا خبري اژانس وايي دغه بريد د کاشغر د سريکبويا په سيمه کې د شنبې په ورځ شوی او دوه پوليس هم په کې وژل شوي دي.

په دغه بريد کې دوه پوليس ټپيان دي، خو اژانس يې په اړه ډېر جزييات نه دي ورکړي.

د چين حکومتي اژانس وايي بريدګر په تبرونو او چړو سنبال وو.

د چين د سنکيانګ په ایالت کې د ايغور مسلمانانو اکثريت دی او له تېر کال راهيسې دغلته د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

تېره مياشت د بيجنګ د تيانمن په څلور لارې کې پر خلکو د يوه موټر د ورتلو پېښه چينايي چارواکو د ختيځ ترکستان د اسلامي غورځنګ کار وباله.

چين په سنکيانګ ايالت کې د تاوتريخوالي په نورو پيښو کې هم دغه غورځنګ ښکېل بولي.

خو ايغور مسلمانان وايي دا په دغه ايالت کې په زور د امنيتي ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره د چين یوه پلمه ده.

په سنکيانګ کې نهه ميليونه ايغوريان او ترڅنګ يې هان چينايي توکمه هم اوسېږي.

د دې کال په اپریل، جون او اګست مياشتو کې په سنکيانګ ايالت کې د تاوتريخوالي پېښې رامنځته شوې دي.

ورته مطالب