عبدالله یمین د مالدیپ ټاکنې وګټلې

عبدالله یمین
Image caption عبدالله یمین وايي د هېواد اقتصاد پیاوړي کول یې لومړیتوب دی.

د مالدیپ ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې عبدالله یمین یوپنځوس اعشاریه درې سلنه رایې اخیستې، خو د هغه سیال محمد نشید بیا په سلو کې اته څلوېښت اعشاریه شپږ رایې ګټلې دي.

د اوسني ولسمشر محمد وحید - چې د واک موده یې ختمېدونکې ده- ویاند ماد مسعود رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې "په څلورو صندوقونو هېڅ رایه نه ده اچول شوې، خو دا هېڅ توپیر نه شي رامنځ ته کولی".

د ټاکنو دغه پړاو پرداسې مهال ترسره شوی، چې د هېواد د نوي ولسمشر ټاکلو لپاره پر مالدیپ نړیوال فشارونه ډېر شوي دي.

مالدیپ له تېرو څو میاشتو راهیسې د ټاکنو په اړه د سیاسي اړدوړ شاهد و.

د ټاکنو د تېر بهیر پایلې لغوه اعلان شوې، او د محکمو له خوا د تېرو دوو ځل ټاکنو پایلې هم بې قانونه اعلان شوې.

نظرسنجونې ښيي، چې د ټلوالې کاندید محمد نشید ټاکنو کې ډېر مخکې ښکارېده، خو داسې ونه شول.

نشید په ۲۰۱۲ کال استعفا ورکولو ته اړ شو.

خو عبدالله یمین بیا دغه ټاکنې وګټلې.

نوموړی د مالدیپ د پخواني ولسمشر مامون عبدالقیوم ناسکه ورور دی.

عبدالقیوم تر ۲۰۰۸ کال پورې د درو لسیزو لپاره د مالدیپ ولسمشر پاتې شوی.

د مالدیپ عالي محکمې د تېرې یکشنبې پر ورځ د ټاکنو لپاره مهار شوی مهال وېش لغوه کړ.

Image caption هېواد اپوزېسیون مشر محمد نشيد ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.

همداشان، د یمین په غوښتنه یې د ټاکنو لپاره نور وخت اوږد کړ.

ښاغلي یمین له خبریالانو سره خبرو کې د خپل راتلونکي حکومت لومړیتوبونه داسې په ګوته کړل:

''چې اقتصاد ته وده ورکړو، د ډالر په وړاندې د مالدیپ روپۍ پیاوړې کړو، ځوانانو ته فرصتونه ومومو. اقتصادي وده کارموندنه ده، اقتصادي حالت ښه کول دي، ځکه په دویم قدم کې زموږ د حکومت توجه دې لور ته ده. موږ د اقتصاد ودې ته پام کوو، تر څو نړیواله پانګه جلب کړو او ځوان کول ته کاري فرصتونه وموندل شي. دریم دا چې موږ غواړو نړۍ ته او خپله د مالدیپ خلکو ته وښیو، چې د زور ازمېیلو پر ځای موږ کولای شو، دیموکراتیکه ټولنه کې حکومت وکړو''.

ورته مطالب