د سودان دارفور کې قبیلوي شخړو ۱۰۰ کسان وژلي

Image caption د سودان د دفاع وزیر عبدالرحیم محمد حسین تېره اونۍ ويلي وو، چې قبیلوي شخړې اوس د یاغیانو فعالیتونه غښتلي کړي او دارفور کې د خپل نفوذ زیاتولو لپاره له نارامۍ ناوړه ګټه اخلي.

د سودان په سوېل لوېديځ دارفور ولایت قبیلوي نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د سودان رادیو ام درمان د شخړو دقیقه نېښته نه ده ښوولې.

دغې رادیو دا خبره په یوه پیغام کې کړې ده.

خو روانه میاشت سودان کې د شخړمنو قبیلو ترمنځ بیا نښتې پیل شوې دي.

ام درمان راډیو وايي چې اوس جګړه درول شوې ده.

خو فرانس پرېس خبري اژانس د المسیریة قبیلې د یوه مشر له قوله ویلي، چې د شنبې په ورځ هم جګړه روانه وه.

دی وايي، چې په جنوب لوېديځ ام دخن سیمه کې، چې د دارفور په لوېديځ کې پرته ده، لږترلږه د دواړو ښکېلو غاړو پنځوس کسان وژل شوي.

د ویلو ده چې د دوو عربي قبیلو ترمنځ سودان کې روانو جګړو له تېر اپریل راهیسې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

د سودان د دفاع وزیر عبدالرحیم محمد حسین تېره اونۍ ويلي وو، چې قبیلوي شخړې اوس د یاغیانو فعالیتونه غښتلي کړي او دارفور کې د خپل نفوذ زیاتولو لپاره له نارامۍ ناوړه ګټه اخلي.

ورته مطالب