افغان مرستندویان فیلیپین سره مرستو ته چمتو دي

Image caption هیاان نومي توپان ځپلو ته د نړیوالو مرستې هم په ځنډ ورسېدي.

۱۲ افغان مرستندویه ادارو په فیلپین کې د تېرې اونۍ له توپان ځپلو سره د مرستې لپاره تیاری وښود.

زموږ خبریال سمیع الله موسی زی خپل رپوټ کې د دې ادرارو مسوولانو له قوله وايي که فیلپیني چارواکي وغواړي د دوي په خبره دوی کولی شي دغه هېواد ته د مرستې رسولو کارکوونکي هم واستوي.

تېره اونۍ په فیلپین کې د هایان په نوم سمندري توپان د دغه هېواد بېلابېلي سیمې وځپلې چې په پایله کې یې د رسمي شمېرو له مخې له درې زره او پنځه سوه کسانو زیات مړه او له ۱۱ میلیونو زیات نور یې زیانمن کړل.

که څه هم افغانستان یو بې وزله هیواد دی او ګڼ شمېر کورنۍ په ځانګړي ډول د ژمي په رارسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، خو ۱۲ افغان مرستندویه ادارو درې سوه زره افغانۍ په فیلپین کې له توپان ځپلو سره د مرستې لپاره په پام کې نیولې دي.

له دې ۱۲ ادارو نه د یوې مشر عبد الحلیم حلیم وايي که فیلپیني چارواکي له دوی وغواړي نو دوی کولی شي فیلپین مرستندویه کارکوونکي هم واستوي.

' موږ په بېړنیو حالاتو کې له ښځو او ماشومانو سره د مرستې لپاره روزل شوي کسان لرو که اړتیا وي نو هغوی فیلپین ته د تګ لپاره چمتو دي، ځکه موږ ۱۲ موسسې یو که دوه دوه تنه هم واستوي نو یو ۲۴ کسیز ټیم ترې جوړیږي. موږ د روغتیا په برخه کې هم د مرستې لپاره روزل شوي او متخصص کسان لرو لکه د سي ایچ اې موسسه چې په افغانستان کې په روغتیايي برخه کې کارکوي.'

د دې ۱۲ موسسو مسوولینو له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې د انساني خواخوږۍ له مخې په فیلپین کې د تېرې اونې له سمندري توپان ځپلو سره مرستې وکړي.

تېره اونۍ دهایان په نوم سمندري توپان د فلپین بیلابیلې سیمې وځپلې.

د دې توپان ځپلو ته د نړیوالو مرستې هم په ځنډ ورسېدي او د فیلپین پر حکومت هم نیوکه شوې چې توپان ځپلو سیمو ته يې له اړتیا سره سم مرستې نه دي رسولې خو دا هم ویل شوي چې توپان دومره زورور و، چې د فیلپین له حکومته يې لاره ورکه کړې وه.

ورته مطالب