ايران: پرمختللى ډرون مو جوړ کړى

Image caption دا د هغو بې پيلوټو الوتکو د لړۍ ظاهرا" ډېر پرمختللې وروستۍ هغه ده چې په تهران کې جوړې شوې دي.

ايران له يوې نوې بې پيلوټې الوتکې پلو پورته کړى او ادعا کوي چې د اسراييلو په گډون د منځني ختيځ د ډېرې برخې د څارنې وړتيا لري.

ايران وايي دغه ډرون يا بې پيلوټه الوتکه دېرشو ساعتونو لپاره په هوا کې د ودرېدو او د مهماتو د لېږدولو وړتيا لري.

ايران پرمختللى دفاعي صنعت لري او حال دا چې د فطرس په نامه د ډرون په تړاو يې د ادعاو ناپييلى پخلى نه شي کېداى، خو دا د هغو بې پيلوټو الوتکو د لړۍ ظاهرا" ډېر پرمختللې وروستۍ هغه ده چې په تهران کې جوړې شوې دي.

ځينې لوېديځوال کارپوهان په ټينگه د احتياط غوښتنه کوي.

ايران لېواله دى چې د تبليغاتي دلايلو لپاره د خپلو وړتياو په اړه مبالغه وکړي.

په اوږدۀ واټن کې د پرمختللو ډرون الوتکو کارول د لوړې کچې تخنيکې چاره ده.

ايران ښايي هغه پر مختللې څارگريزه يا استخباراتي وړتيا ونلري چې پر نښې د ډرون د سمولو لپاره اړينه ده.

خو په دې تړاو د ايران د پرمختيا پروگرام دا واقعيت جوتوي چې د بې پيلوټو الوتکو تکنالوژي په چټکۍ سره پراختيا مومي.

دغه تکنالوژي چې يومهال تر ډېره د امريکا او اسراييلو په لاس کې وه اوس د نړۍ لر او بر ته پراخېږي.

د بېلگې په توگه چين په خپله اوس د ډرون الوتکو يو اغېزناک پروگرام لري.

بې پيلوټه الوتکه، ترهگرۍ په وړاندې د امريکا په جگړه کې د مالوماتو د راغونډلو او پر لېرو پرتو نښو يا موخو بريد لپاره په ېوې زړه پورې وسيلې بدله شوې ده.

خو ډرونونه تر ډېره د شنه آسمان لاندې او داسې ځايونو کې د غليم پرضد کارول شوي چې هلته دفاعي وسايل محدود وو.

او کله چې د گرجستان او روسي ځواکونو ترمنځ په ٢٠٠٨ م کال کې جگړه ونښته، د اسراييلو له لوري ورکړل شوې بې پيلوټې الوتکې ژر نسکورې کړل شوې.

دا په دې مانا ده چې د دغه راز سيستمونو د اوږد مهالې کارونې او گټې په تړاو ډېر له احتياطه ډکې ارزونې ته اړتيا ده.

ورته مطالب