ايران د هستوي فعالیتونو درولو موافقه کړې ده

Image caption ولسمشر اوباما د شوې موافقې هر کلی کړی دی

د ايران په اتومي پروګرام کې ښکيل د بهرنيو چارو وزیران وايي، ايران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه په جنيوا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر يوې موافقې ته رسېدلي دي.

ايران په جنيوا کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره موافقه وکړه، چې د شپږو میاشتو لپاره به د خپلو یورانیمو د غني کولو هڅې ودروي.

ولسمشر اوباما د دغې موافقې هر کلی کړی ويلي يې دي، چې دا به ايران د اتومي ځواک نه راوګرځوي.

د امريکا، برتانيا، روسيې، چين، فرانسې او جرمني مرکچيانو له ايران نه د بنديزونو د نرمولو په بدل کې د يورانيمو د غني کولو بندول غوښتي دي.

ایران تر دې وړاندې ويلي، چې د هر ډول معاملې په ترڅ کې به د 'يورانيمو د غني کولو حق' له ځانه سره ولري.

د ايران لپاره د بي بي سي خبريال چې په جنيوا کې دی وايي، ښايي دا په تېره يوه لسيزه کې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ مهمه موافقه وي.

تمه ده چې د ايران او لويديځ مرکچيان ډېر ژر په يوه خبري کنفرانس کې د شوې موافقې د جزيياتو په ډاکه کولو لپاره راڅرګند شي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما به هم د ګرينويچ په ګړۍ په ۰۳: ۱۵ بجو يوه اعلاميه خپره کړي.

پرون (شنبه، نومبر ۲۳مه) د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ايران د اتومي لانجې د غوڅولو لپاره په جنيوا کې سره راټول شول.

خبرو کې پرمختګ

دوی وروسته له هغه جنيوا ته ولاړل چې وپتېيل شوه له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی او يوې معاملې ته سره نژدې شوي دي.

د ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هيله لري، چې ايران د بندیزونو نرمولو په بدل کې د يورانيمو غني کول کنټرول کړي.

خو ايران ټينګار کوي چې د اتومي انرژۍ ترلاسه کولو ته پرېښودل شي او د اتومي وسلو تر لاسه کول ردوي.

Image caption ايران ويلي چې د يورانيمو غني کول يې خپل حق دی او په هر ډول معامله کې ترې نه تېريږي

ځينې امريکايي سياستوال وايي که خبرې ناکامه شي، نو پر ايران به نور بنديزونه ولګېږي.

مرکچيان د چارشنبې ورځې راهيسې پر داسې يوې موافقې کار کوي چې د دواړو لوريو لپاره د منلو وړ وي.

د مهالويش له مخې دغه خبرې بايد د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې وای، خو په مذاکراتو کې د ممکنه پرمختګ له امله غځېدلې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، جان کيري چې د شنبې سهار وختي جنيوا ته رسېدلی هدف لري چې ''د اوسنيو توپيرونو په راکمولو او يوې موافقې ته په نژدې کېدو کې مرسته وکړي''.

په جنيوا کې د بي بي سي خبريال جيمز رينولډز وايي، د ښاغلي کيري ګډون پخپل ذات کې دا نه ثابتوي چې معامله ترلاس لاندې ده، بلکې دا ښيي چې خبرې يوه حساس پړاو ته رسېدلي دي.

ورته مطالب