اردوغان: له مصره د ترکي سفير ويستل سپکاوی دی

Image caption په مصر کې چارواکي هر هغه کس څاري او نيسي چې د رابعه نښان ورسره وي

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان له مصر نه د خپل سفير د ويستو په اړه له قهره ډک غبرګون ښوولی دی.

ښاغلی اردوغان وايي د مصر انتقالي حکومت او پوځ د ترکي سفير په ویستلو سره د دغه هېواد سپکاوی کړی دی.

تر دې وړاندې د مصر د کورنيو چارو وزارت وياند خبريالانو ته وویل: ''پريکړه وشوه چې له ترکيې خپل سفیر راوغواړو او قاهره کې د ترکيې سفير له هېواده وتو ته اړ کړو''.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي له مصر نه د ترکيې د سفير د ویستو مهم لامل دا دی چې د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ملاتړ کړی.

د دې په غبرګون کې ښاغلي اردوغان وویل، دی د ښاغلي مرسي درناوی کوي، نه د هغو کسانو چې د پوځي کودتا له لوري واک ته رسېدلي دي.

د مصر د پوځ پلوو رسنيو او سياستوالو له لوري د ترکيې پر حکومت له دې امله نيوکې کېږي، چې ګواکې د اخوان المسلمين ګوند د لرې کړای شوي ولسمشر، محمد مرسي ننګه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له هغه اړيکې نورې هم ترينګلې شوې، چې د ترکيې لومړي وزیر رجب طيب اردوغان د رابعه څلور نښان وکاراوه.

دغه نښان تر ډېره په مصر او نورو عربي هيوادونو کې د اخوان المسلمين د پلوۍ او د واکمن پوځي نظام پر خلاف کارول کېږي.

په مصر کې چارواکي هر هغه کس څاري او نيسي چې د رابعه څلور نښان ورسره وي او يا يې پر خلکو ويشي.

ښاغلی اردوغان په څرګنده هغه څه چې په مصر کې له ښاغلي مرسي سره وشول، ډېر جدي نيسي.

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي څو مياشتې وړاندې د پوځ له لوري له واکه لرې کېدو ته اړ شو، چې په زندان کې دی.

ورته مطالب