د واشنګټن او بغداد ترمنځ تړونلیک

امریکايي ځواکونه
Image caption د عراق حکومت وتوانېده چې تېل لرونکې سوېلي سیمې د نیمه پوځي شیعه ګانو له منګولو بهر کړي او دغو سیمو ته د ملت شموله څو شرکتونو لاسرسی ممکن کړي، چې د هېواد د عوایدو اصلي سرچینه له همدغو تېلو برابرېږي.

په دې ورځو کې له امریکا سره د امنیتي تړون موضوع د افغانستان سیاسي غونډو کې د بحث ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. د دا ډول تړون لاسلیکېدل او یا نه لاسلیکېدل د افغانستان د راتلونکو لسو کلونو د برخلیک ټاکل دي.

پنځه کاله مخکې، عراق هم افغانستان ته ورته وضعیت کې و. د امریکا حکومت له عراقي حکومت سره تر څو میاشتو خبرو وروسته یو تړون لاسلیک کړ، چې په لړ کې یې له عراقه د ټولو سرتېرو د وتلو لپاره لاره هواره شوه. پرېکړه وشوه، چې عراق کې به دایمي امریکايي پوځي اډې نه جوړېږي، عراق کې د داسې امریکايي اډو نه جوړېدل، چې ټول کنټرول یې د امریکا په لاس کې وي، د ډېرو څارونکو لپاره ډېره د اریانتیا خبره وه.

د وتلو لاملونه

ډېر داسې عوامل سره یوځای شول، چې امریکا له عراق سره تړون لاسلیک کړي، چې په لړ کې یې د امریکا اته کلن عراقي اشغال پای ته روسېږي او د دوه کلني پروګرام په لړ کې پړاو په پړاو له عراقه ووځي.

له دغو عواملو یو مهم یې د امریکا کورنی وضعیت و. امریکا په دغه مهال له ډېر مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت او کړکېچ سره مخامخ وه، بانکي ژور کړکېچ، د بودیجې کمښت، بې سارې بې کاري او نورې هغه اقتصادي ستونزې چې امریکا ورسره لاس او ګرېوان وه، له عراقه یې د پوره وتلو لپاره لاره هواره کړه.

د بوش د حکومت لومړیتوب په دې کې و، چې د خپلې واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې بهرني سیاست ته یوڅه شا کړه، ځکه چې په کور د ننه ستونزو لوی سرخوږی ورته جوړ کړی و.

بوش ته نژدې محافظه کارانو د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې د خپلې ایډیالوژۍ د عملي کولو او پر لېبرال دیموکراتانو تحمیلولو هڅې وکړې، همدا وو چې په منځني ختيځ کې د مداخلې لپاره ډېر توتلي او تږي وو.

په منځني ختيځ کې د امریکا ماجراجویانه بریدونو سلګونه میلیارد ډالر لګښت وغوښت، چې ټول د امریکايي مالیو ورکوونکو له خوا حکومت هلته ولګول.

دغه امریکايي لګښتونه نه یوازې منځني ختيځ، چې د نښې ویشتو لومړی هدف یې پر عراق وربرابر کړی و، د لېبرال دیموکراتانو لپاره د شرم خبره وه، بلکې مقابل کې یې منځني ختيځ کې د جهادي سخت دریځو د فعالیت لمن پراخه او عراق کې د ایران نفوذ ته لاره هواره کړه.

له بل پلوه، یو شمېر څارونکي پردې باور وو چې د ښاغلي اوباما حکومت واک ته له رسېدا وروسته له عراق سره شوی تړون بدل او عراق کې د امریکايي اډو جوړېدو ته زمینه سازي وکړي.

امریکا ظاهراً د عراقي شتمنیو د ساتلو نارې وهلې، چې تېل به یې وساتي، داسې تېل چې عراق پرې له وړاندې له کویت سره ښکر په ښکر خونړۍ جګړه کړې وه، خو عراق د وزلوبې په ډګر واوښت، چې د جګړې د اور دغه نژدې یوولس کلنه لمبه لاهم هره ورځ عراقي وګړي سیځي.

خو د عراق د جګړې په تړاو د امریکا عمومي منفي افکارو د بدلون لپاره، او همدارنګه له اقتصادي ستونزو سره د امریکا د لاس او ګرېوان موضوع امریکايي اداره د پاڼ او پړانګ ترمنځ راګیر کړې وه، چې اوباما د ټاکنیز کمپاین پرمهال له عراقه د امریکايي ځواکونو د بشپړې وتنې ژمنه وکړه، چې په دې سره به له عراق سره امنیتي تړون په بشپړه توګه لاسلیک شي.

د عراق د ننه څه تېرېدل؟

له بل پلوه، د عراق کورنی وضعیت او عوامل تر ډېره د دې لامل شول، چې زیاتره عراقي سیاستوال عراق کې د امریکايي ځواکونو د حضور له دایمي کېدو سره چندان علاقه ونه ښيي.

په لومړي سر کې کله چې عراقي شیعه ګانو د امریکايي ځواکونو د حضور هرکلی کاوه، تر اتو کلونو جګړې وروسته د عراق عرب مېشتو سیمو کې سني او شیعه ګانو دواړو (هغه سیمې چې امریکایان پکې وو) د امریکایي ځواکونو مخالفان شول.

خو ځینو عراقي کردي سیاستوالو په یوه غږ د ځینو امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کوله، خو عرب سیاستوال اړ وو چې عمومي منفي افکار د خپلو ټاکنیزو هڅو پر خوا ورواړوي.

ان تر دې، چې د دغه تړون پایله په پړاویز ډول له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو سبب شوه، د نوري المالکي ډله له سخت فشار سره مخامخ شوه.

د بېلګې په توګه، د مقتدی صدر –شیعه مشر- او نورو سني ډلو له عراقه له هېڅ قید او شرط پرته د امریکايي ځواکونو د سم لاسي وتلو غوښتنه وله. صدریانو وکړای شو چې د شیعه ګانو پر عمومي افکارو، چې د مالکي مهم رای ورکوونکي وو، د پام وړ اغېز وکړي.

په عراق کې د امریکايي ځواکونو قضايي مصؤونیت د اختلاف له ډېرو مهمو مواردو څخه و. صدریانو امریکايي ځواکونو ته د قضايي مصؤونیت منل ملي سپکاوی باله، له همدې کبله یې د امریکايي ځواکونو د سم لاسي وتنې غوښتنه کوله،

ښاغلی مالکي او ډلې یې نه غوښتل، چې د سیاسي لوبغاړو په جامه کې یې خلک وپېژني، ځکه چې زیاترو عراقیانو کرکه ترې کوله، او ان دغه کار د ځینو سیاسي لوبغاړو په مرګ هم ځینې وخت تمام شو.

بل خوا، زیاترو سني سیاسي ډلو په حقیقت کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کوله؛ ځکه دوی پر دې باور وو چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به د قدرت توازن د شیعه ګانو په ګټه تمام شي. د دغې ډلې له نظره، امریکايي ځواکونو د منځګړو رول درلود، او د ایران له لوري یې عراق کې د شیعه ګانو د نفوذ او ملاتړ د اجازې مخه هم نیوله.

خو د سنیانو همدغو ډلو د تلوېزیونونو له لارې ظاهراً د امریکايي ځواکونو له حضور سره مخالفت ښود. ځکه هغوی ته ګرانه وه چې خپلو سني رای ورکوونکي قانع کړي، چې د امریکا حضور د دوی په ګټه دی، ځکه چې زیاترو عراقي سني عربو امریکایان په عراق کې د صدام حسین د واکمنۍ ړنګول د سني عربانو د واکمنۍ د پای ته رسولو په مانا تعبیر کړل، او دا کار یې د ټولو ستونزو اصلي عامل وباله.

بل خوا، مالکي عراق ته د امنیت پر راتلو بشپړ ډاډه و. د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې کله چې د تړون په اړه خبرې ډېر حساس پړاو ته نژدې شوې، د عراقي ځواکونو او نیمه سني پوځيآنو په همکارۍ امریکايي ځواکونو وکړای شو، چې القاعدې او نورو جنګیالیو ته لوی ګوزار ورکړي.

د عراق حکومت وتوانېده چې تېل لرونکې سوېلي سیمې د نیمه پوځي شیعه ګانو له منګولو بهر کړي او دغو سیمو ته د ملت شموله څو شرکتونو لاسرسی ممکن کړي، چې د هېواد د عوایدو اصلي سرچینه له همدغو تېلو برابرېږي.

ښاغلي مالکي او ډلې یې دا باور کاوه، چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او د امریکايانو په وتلو به نه یوازې اوسنی وضعیت خراب نه شي، بلکې امنیت به لانور ښه شي.

ښاغلي مالکي دا هیله مندي هم ښووله، چې په تاریخ کې د لومړي وزیر په توګه وپېژندل شي او عراق ته د امنیت راتلو او له عراقه د اشغالګرو امریکايي ځواکونو بېرته وتل د خپل ځان سوبه وګڼي.

دا ټول عوامل او په عراق کې د امریکايي ځواکونو د حضور پرخلاف د ایران د دریځ په څېر نور لاملونه هم د دې سبب شول، چې د ۲۰۱۱ کال په وروستیو کې له عراقه وروستی امریکايی سرتېری هم ووځي.

ورته مطالب