ایران د اټومي پروګرام پر هوکړه خوښ دی

Image caption ایران هوکړه، چې خپلې اتومې کړنې به راکموي او بدل کې به یې اووه میلیارده ډالره بندیزونه ترې لرې کیږي.

په جینوا کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره تر خبرو وروسته، ایراني مرکچیان خپل هېواد ته دستنیدو پرمهال له تود هرکلي سره مامخ شول.

ایران د خپل اټومي پروګرام پر سر له نړۍ سره دغه توافق یو لوی بری ګڼي خو اسراییل چې د ایران دښمن بلل کیږي، دغه هوکړه یوه تاریخي غلطي ګڼي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دغې هوکړې وروسته، د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړي او هغه ته یې د واشنګټن د ژمنو ډاډ ورکړی دی.

په جینوا کې د یکشبنې د ورځې هوکړې، نن په بازارونو کې د تیلو بیه را غورځولې ده.

ایران هوکړه، چې خپلې اتومې کړنې به راکموي او بدل کې به یې اووه میلیارده ډالره بندیزونه ترې لرې کیږي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري، له ای بي سي تلویزیون سره په مرکه کې وویل: ''اسراییل او سیمه به خوندي وي''.

وروسته له هغه، چې ایراني مرکچیان د امريکا، برتانيا، روسيې، چين، فرانسې او جرمني له استازو سره تر خبرو وروسته تهران ته ستانه شول، سل ګونو پلویانو یې هر کلی وکړ.

دغو کسانو، چې د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې یې د ګلانو ګېډۍ او د ایران بیرغ یې له ځان سره لېږدول، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف یې د سولې د سفیر په نوم یاداوه او د بندیزونو، جګړې او سپکاوي پرضد یې شعارونه ورکول.

ايران په جنيوا کې د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره موافقه وکړه، چې د شپږو میاشتو لپاره به د خپلو یورانیمو د غني کولو هڅې ودروي.

د ایران په دولتي تلویزیون کې دخبرو پرمهال، ښاغلي ظریف وویل، چې د دغې هوکړې دپلې کیدو لپاره به اړین کامونه واخلي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر اوباما ویلې وو، چې د دغې هوکړې هر کلی کوي او ویل یې ''دغه تړون به ایران د اټوم بم له جوړولو را وګرځوي''.

خو د بنیامین نتنیاهو بیا دغه پریکړه تاریخي تیروتنه بللې ده.

د ښاغلي نتنیاهو څرګندونې پر داسې مهال مخ ته راځي، چې ایران او امریکا په تېرو څو میاشتو مخامخ پټې خبرې کړې وې او بلاخره یې دغې هوکړې ته لاره اواره کړه.

پر دغه پټو خبرو د امریکا او ایران خپل ملګري هم نه وو خبر.

په همدې حال کې د ایران حسن رولسمشر وحاني هم په خپله تلویزوني وینا کې ویلي، چې ایران په هېڅکله د اتوم بم د جوړولو هڅه ونه کړي.

ورته مطالب