له نیپالي پړانګ ژغورنې سره د امریکايي هنرمند مرسته
د دي کاFریو خیریه مؤسسې په مرسته د تیرای باردیا په سیلاني سیمه کې د پړانګانو شمیر له ۱۸ ، ۵۰ پړانګانو ته لوړ شوي دي.
امریکايي مشهور هنرمند لیوناردو دي کاپریو په نیپال کې د پړانګانو د نسل د ژغورنې لپاره درې ملیونه ډالره مرسته وکړه .
۳۹ کلن دي کاپریو دا مرسته د وچې د ژویو د ژغورنې له نړیوال صندوق سره د خپلې مرستندویه مؤسسې له لارې کړې ده.
په پام کې ده چې دا مرسته تر ۲۰۲۲ کال پورې په نیپال کې د پړانګانو د نسل د زیاتولو په برخه کې ولګول شي.
د نیپال پړانګان له هغو ژویو شمیرل کیږي چې نسل د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی. دا ژوي له ناقانونه ښکار سره مخامخ دي او د ژوند ساحه یې ورځ تر بلې تنګیږي.
د دي کاپریو مرسته د نیپالي پړانګ د ښکار د مخنیوي لپاره د ګزمې په ترسره کولو او د هغو سیمو په رغولو کې ولګول شي چې دا ډول پړانګ په کې اوسیږي.
د دغه امریکايي هنرمند خیریه مؤسسې په مرسته د تیرای باردیا په سیلاني سیمه کې د پړانګانو شمیر له ۱۸ ، ۵۰ پړانګانو ته لوړ شوي دي.
دي کاپریو مؤسسې د روان کال په پیل کې د وچې د ژویو د ژوند د ژغورنې لپاره اته دیرش اعشاریه اته میلیونه ډالره مرسته راټوله کړې وه.