پاکستان درې نور افغان طالبان خوشي کړل

Image caption پاکستان د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر په گډون گڼ افغان طالبان په دې وروستيو کې خوشي کړي دي.

په اسلام اباد کې پاکستاني او نورو سرچينو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي دي چې درې نور افغان طالب مشران له زندانونو خوشي شوي دي.

يوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط په اسلام اباد کې زموږ خبريال طاهر خان ته وويل چې دا کسان يې د افغانستان د سولې د عالي شورا په غوښتنه خوشي کړي دي.

طالب سرچينو هم د دغو کسانو د خوشي کېدو خبرو منلې ده.

يوه طالب د دغو درو طالبانو خوشي کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې دوى اوس له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي خو زياته يې نه کړه چې کورنۍ يې چيرې دي.

دا درې کسان مهم بلل شوي دي.

په دوى کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر يو سلاکار ملا عبدالاحد جهانگيروال هم شامل دى.

بل کس يې د هلمند په ولايت کې د طالبانو د پېر والي ملا عبدالمنان دى.

د دريم کس په باب ويل شوي چې په کابل کې د طالبانو پوځي قومندان و او ملا يونس نومېده.

Image caption رپوټونو ښووله چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړيو له ملا برادر سره ليدلي وو خو د هغې ليدنې ډير جزييات په ډاگه نه شول.

دا څرگنده نه ده چې دا کسان څه وخت نيول شوي وو او په کومو زندانونو کې و.

يوه پاکستاني چارواکي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې د دغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه په دې وروستيو کې اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د يوه پلاوي د سفر پر وخت کې شوې وه.

کابل له تېرو څو کلونو له اسلام اباده غوښتل چې افغان طالب زندانيان ورخوشي کړي.

افغانستان وايي چې زنداني شوي طالب مشران که خوشي شي او د سولې له عالي شورا سره يې د خبرو موقع برابره شي نو ښايي دا کار د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

پاکستان د طالبانو د مرستيال مشر ملا برادر په گډون گڼ افغان طالبان په دې وروستيو کې خوشي کړي دي.

رپوټونو ښووله چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړيو له ملا برادر سره ليدلي وو خو د هغې ليدنې ډير جزييات په ډاگه نه شول.

ورته مطالب