واشنګټن له ایران خپل ورک شوی جاسوس غواړي

رابرټ لیوینسن
Image caption رابرټ لیوینسن له ۲۰۰۷ کال راهیسې تري تم شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو له ایرانه د هغه امریکايي جاسوس رابرټ لیوینسن په موندلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې، چې د امریکايي چارواکو په باور ایران کې بندي دی.

رابرټ لیوینسن د امریکا فدرالي تحقیقاتو اداره (ایف بي ای) کارکوونکی و.

کله چې رابرټ لیوینسن د ۲۰۰۷ مارچ کې د کیش ټاپو ته ولاړ، له هماغه ځایه تري تم شو.

د ده کورنۍ ته په ۲۰۱۱ کال داسې عکسونه ورسېدل، چې د رابرټ لیوینسن لاس او پښې یې تړل شوي وو.

سپینې ماڼۍ له ایرانه د خپل جاسوس د موندلو پرېکړه ایله څو ورځې وروسته ژنیوا کې د لویو هېوادونو او ایران ترمنځ د ایران د اتومي لانجمنې موضوع په اړه تر نسبي پرېکړې وروسته کړې ده.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني ویلي، رابرټ لیوینسن په تاریخ کې تر ټولو ډېر بندي شوی امریکایی دی.

Image caption ایف بي ای د هغه د موندلو او یا یې په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر یو میلیون ډالر انعام اعلان کړی دی.

کارني زیاتوي چې "څو چې کریسمس ته نژدې کېږو، هڅه مو دا ده چې لیونسن ومومو او خپلې کورنۍ او ملګرو ته یې وسپارو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مخکې هم له ایران غوښتي وو چې لیونسن تر اګست میاشتې پورې ومومي.

که څه هم دغه امریکایی بندي په ځینو انځورونو او ویډیوګانو کې د بندي په توګه ښوول شوی، خو ایراني چارواکي یې د توقیف ځای په اړه معلومات نه ورکوي.

ایف بي ای د هغه د موندلو او یا یې په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر یو میلیون ډالر انعام اعلان کړی دی.

د ۲۰۱۱ په وروستیو کې تهران ویلي وو چې ایران ته له بګرامه یو تلونکی ایراني الاصله جاسوس یې نیولی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، دغه جاسوس یې افغانستان کې د بګرام هوايي اډې ته تر ننوتلو وروسته پېژندلی چې بیا وروسته یې د ایران په خاوره کې نیولی دی.

د دغه وزارت یوه خپره شوې ویناپاڼه کاږي، دغه جاسوس د جاسوسۍ له دندې ورسپارلو راهیسې د ایراني امنيتي سازمانونو له څارنې لاندې و.

ورته مطالب