د عصري ژوند بوختياوې جنسي شوق کموي

Image caption دغه سروې ښي هرو شپږو ښځو کې یوه بې پلانه مېنداوره شوې ده.

بريتانيا کې د ١٥ زرو برتانويانو چې عمرونه يې د ١٦ او ٤٤ کلونو ترمنځ دي ښيي چې دوى په مياشت کې له پنځو ځلو نه کم جنسي اړیکه ټینګوي.

په داسې حال کې چې د ١٩٩٠ - ١٩٩٩ کلونو ترمنځ يوې نظرپوښتنې ښوولې وه چې هغه مهال دغه جنسي نژدېوالى د مياشتې شپږ ځله وو.

د دغې نظر پوښتنې له مخې مډرن ژوند پرجنسي شوق اغېز کوي.

د لندن پوهنتون يوه ډاکتره کترین مېرسر وايي: "خلک د کار او ژوند په اړه اندېښمن دي او جنسي مساله يې له ياده وتلې ده".

د ډاکترې مېرسر په وينا تکنالوژي پر جنسي لېوالتیا منفي اغېز لري، ځکه خلک خپل موبايلونه او تابليتونه خپلو بسترو ته له ځانه سره وړي او د خپلو ايملونو په ځواب ورکولو او له فېسبوک او ټوېټرسره بوختېږي.

مېرمن مېرسر زیاتوي:" دغه نظرپوښتنه ښيي چې کېدای شي د ١٦ او ٤٤ ترمنځ کلونو په عمر جوړې د جنسي اړيکو پرځاى د سیکسي فلمونو کتلو ته مخه کوي.

رپوټ ښيي چې د ٢۰١٠ او ٢٠١٢ کلونو ترمنځ نارينه و په مياشت کې ٤،٩ ځلې او ښځو ٤،٨ ځلې جنسي اړیکي لرلي دي.

په داسې حال کې چې تېرو نظرپوښتنو کې دغه شمېره له شپږو نه تر اووه ځلو پورې وه.

څېړنې دا هم ښوولې چې ٤٢ سلنه ښځې د ٦٥ او ٧٤ کلونو په منځ کې او ٦٠ سلنه نارينه له جنسي پلوه فعال دي.

Image caption د دغې څېړنې له مخې په هرو لسو مېرمنو کې له يوې سره او په هرو ٧٠ سړيو کې له يو سره یې د خپلې ارادې خلاف جنسي اړيکه نيول شوې ده.

دارنگه د ٢٥ او ٣٤ کلونو په منځ کې نارينه په مياشت کې له ٥،٤ او د ١٦ او ٢٤ کلونو په منځ ښځې له ٥،٨ ځلې نه ډېر جنسي اړېکي نيولي دي.

دغه نظرپوښتنه لسو کلنو کې يو ځل ترسره کېږي.

په دغه تازه رپوټ دا هم راغلي، د هغو کسانو چې جنسي اړيکو ته شوق لري په کم عمره کسانو کې یې کچه ټيټه ده.

دغه سروې ښي هرو شپږو ښځو کې یوه بې پلانه مېنداوره شوې ده.

څېړنه ښيي چې سم نيم نارينه اوسمې نيمې ښځې په جنسي اړيکو کې ستونزې لري، خو يوازې لس سلنه يې د خپلو جنسي اړيکو په اړه اندېښنه لري. له جنسي اړیکو سره شوق کم شوى او ١٥ سلنه نارينه هېڅ جنسي شوق نه لري.

له ٤٤ کلنۍ ښکته عمر ښځو ويلي چې د خپل ژوند په اوږدو کې يې ٧،٧ بېل بېل جنسي ملگري لرل. خو نارينه و بيا ويلي چې په همدې موده کې يې ١١،٧ د ژوند بېلې بېلې ملگرې لرلې دي.

تېرو پنځو کلونو کې ٣،٦ سلنه نارينه د جنسي اړيکو لپاره پیسې ورکړې خو د ښځو په اړه دغه خبره ډېره کمه پېښه شوې ده.

د دغې څېړنې له مخې په هرو لسو مېرمنو کې له يوې سره او په هرو ٧٠ سړيو کې له يو سره یې د خپلې ارادې خلاف جنسي اړيکه نيول شوې ده.